لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل او کندهار په لویه لار د بس او ټینکر ټکر، ٣٥ کسان مړه شوي


د کال ٢٠١٣ په دې عکس هم یو بس ښودل کیږي چې ټینکر سره د ټکر په نتیجه کې په اور وسوزیدو. دغه پښه کې د کندهار او هلمند ترمنځ شوی و
د کال ٢٠١٣ په دې عکس هم یو بس ښودل کیږي چې ټینکر سره د ټکر په نتیجه کې په اور وسوزیدو. دغه پښه کې د کندهار او هلمند ترمنځ شوی و

د افغانستان جنوبي ښار کندهار څخه سرښار کابل ته روان د مسافرو یو بس په زابل کې د تیلو ټینکر سره جنگیدلی دی او په نتیجه کې يي ٣٥ کسان مړه او د ٢٠ نه زیات نور زخمیان شوي دي.

د ټکر په نتیجه کې په بس اور ولگیدو. په مړو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او په اور کې د سوزیدو له امله ځینې مړي د شناخت نه بهر دي.

د زابل گورنر بسم الله وائي د سورلو دا بس د کندهار نه کابل ته روان وو. او د جلدک په مقام د ائیل ټینکر سره وجنگیدو.

په دې پیښه کې لږ تر لږه پنځه دیرش کسان مړه او نور د شلو نه زیات ژوبل شوې دي.

د زابل د پولیس نایب مشر جیلاني فراحي وايي ژوبل کسان د صوبې سرښار قلات او گاونډي ولایت کندهار ته د علاج لپاره وړلې شوي دي.

د کابل کندهار لویه لاره د وسله والو د علاقو نه تیریږي او اکثره ډرائیوران د یاغیانو له ویرې د سړک په دغه برخه د تیز زفتارۍ نه کار اخلي.

د صدارتي ماڼې لخوا جاري شوي بیان کې اولس مشر اشرف غني پدې پیښه کې په مرگ ژوبله خفگان ښودلې او چارواکو ته يي امر کړی چې ځپل شوي کورونو سره دی هره ممکنه مرستې وکړي.

افغانستان کې سړکونه ډیر خطرناک دي او ډیر د وخت سره مات شوی هم دي. افغانستان کې ډیر کم خلک د ټریفک د قوانینو خیال ساتي.

د دی سره سره گاډي هم ډیر زاړه دي او کله هم چې ټکر وشي نو مرگ ژوبله پکې زیاته وي.

د مۍ په میاشت کې په غزني ولایت کې د دوو بسونو د ائل ټینکر سره د جنگیدو په پیښه کې دری اوویا کسان مړه شوې وو.

تیر کال د نومبر په میاشت کې نړیوال بینک د افغانستان هندو کش غرونو کې د سړک د مرمت لپاره د دوه نیم سوه ملینه ډالرو د مرستو لوظنامه کړی وه. دا اهمه تجارتي لاره ژمي کې د واورو په وجه اکثر بنده شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG