لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مجیب ځدران بالنگ ته ایرلینډ ټینگ نه شو


په شارجه کې د ایرلینډ خلاف د افغانستان په گټه کې تر ټولو همم رول مجيب ځدران ولوبولو او په ۲۴ رنزونو یې د آېرلېنډ ۴ لوبغاړي آوټ کړل. او د مقابلې ترټولو غوره لوبغاړي يا مېن آف دي مېچ اعزاز ورکړی شو.

مجيب ځدران د افغانستان د ۱۹ کلنې لوبډلې لوبغاړی دی او په اول ځل ملي لوبډله کې لوبېدلی دی.

په شارجه کې داېر لېنډ خلاف د مېچ په ګټه کې په بېټنګ کې د آفغانستان ناصر جمال او رحمت شاه غوره لوبه اوکړه.

ناصر جمال د ۲چوکو يا څلوريزواویوې چکې يا شپږيزې په وهلو ۵۳ رنزونه جوړکړل.

هم دغه شان رحمت شاه په دريو چوکو او يوې چکې ټول ۵۰ رنزونه جوړ کړل، او په لوبه کې په دويم نمبر زيات رنزونه جوړونکی لوبغاړی و.

د کرکټ څيړونکي وايي آېر لېنډ هم ښه ټيم دی خو د افغانستان لوبډله له تېرو څو مېچونو په ګټلو نوره ډاډه شوې او لوبغاړي يي په ښه جوبن يا فارم کې ښکاري.

په شارجه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آېر لېنډ ټيم ته په ۱۳۸ رنزونو ماتې ورکړه.

افغانستان د ټآس ګټلو وروسته په خپله بېټنګ کول غوره کړل او په ۵۰ اوورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۸ رنزونه جوړکړل. او د مېچ د ګټلو لپاره يې آېر لېنډ ته ۲۳۹ رنزونو هدف ورکړو.

د افغانستان د ۲۳۹ رنزونو په ځواب کې د آېر لېنډ ټول ټيم په په ۴۳م اوور کې په ۱۰۰ رنزونو آوټ کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG