لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهزاد محمدي په شل اوریزو لوبو کې د زیاتو څلوریزو دویم مقام وباېلو


په کرکټ د نامعلومې مودې له بندیز سره مخ افغان ‌کرکټ‌ لوبغاړی شهزاد محمدي د زیاتو څلوریزو جوړولو دویم مقام د لاسه ورکړو.

دغه ریکارډ یا مقام دوه ورځې وړاندې د هندوستان د ټیم کپتان ویرات کوهلي د نیوزي لینډ پرضد یو میچ کې ترلاسه کړو.

د کړکټ په اړه پيژندلې ویب پاڼې کرېک انفو د رپورټ ترمخه، هندي کېپتان ویراټ کوهلي د نیوزی لینډ پرضد په راجکوټ کرکټ سټیډیم یا لوبغالي کې په دویمه شل اوریزه لوبه کې د ۸ څلوریزو په وهلو نیمه سلیزه جوړه کړه او په ‌دې سره یې د شل اوریزو یا ټي ۲۰ لوبو زیاتو څلوریزو شمېر ۲۰۷ ته ورسولو.

د هندوستان د ټیم مشر یا کپتان ویراټ کوهلي په ‌دې سره د افغان توپ‌ وهونکي شهزاد محمدي څخه دویم مقام ونیولو او شهزاد محمدي له ۵۸ نړیوالو شلو اوریزو لوبو وروسته په ۲۰۰ څلوریزو درېېم مقام ته ښکته شو.

اوس مهال له نړیوال کرکټ څخه ګوښه یا رېټاېرډ شوی سری لانکا لوبغاړی تلکرتني دېلشان په ۸۰ لوبو کې په ۲۲۳ څلوریزو لومړی مقام لري.

ویراټ کوهلي په ۵۴ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی دی چې په ۲۰۷ څلوریزو د دویم مقام ترڅنګ یې په شل اوریزو لوبو کې د زیاتو منډو له ‌پاره هم د تلکرتني دېلشن دویم ځای ونیولو او خپلې منډې یې د مخکښ برینډن مکلم د ۲۱۴۰ وروسته ۱۹۴۳ ته ورسولې.

دغه شان شهزاد محمدي اوس مهال په زیاتو ۶ شپږیزو په نړیوال کرکټ کې له کرېس ګیل، برینډن مکولم، شین واټسن، مارټن ګپټل، ډیویډ وارنر او یوراج سینګ وروسته ۸م مقام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG