لاس رسیدونکی لینک

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اماراتو په روانو سیالیو کې تر ټولو مخکې ده


د کرکټ د نړیوالې ادارې (ايي سي سي) د انټرکانټینېنټل کپ په سیالیو کې چې په عربي متحده اماراتو کې روانې دي، افغانستان دا مهال له ١٠١ پوائنټونو سره له ټولو مخکې دی.

پدغه کتار کې نیوزیلنډ د ٨٩ پوائنټونو سره دوهم نمر راځي او نیدرلېنډ له ٥٢ پوائنټونو سره په دریم نمبر کې دی.

د افغانستان کرکټ ډلې کپتان اصغر ستانکزی وايي، مقصد مو دا کپ گټل دي او دې لپاره مو د تیر یوکال نه تیاری کړی.

د افغانستان لوبډلې په ښه ځلېدو کښې د بالرانو هم غټ لاس دی، او د دوي اتلس کلن بالر ظاهر خان په دې کپ کښې د دوه سوه نوي رنزونو په بدل ٩.٦٦ اېورج سره دېرش وېکټې اخېستې دي.

) at the ICC Academy

ظاهر خان خپل فرسټ کلاس کرکټ د پاپووا نیو گني خلاف د کال( ٢٠١٧ ٢٠١٥) ايي سي سي انټر کانټینېنټل کپ اوسني ټورنامنټ نه پیل کړ.

ظاهر خان د افغانستان نورلس کالو نه کم لوبغاړو کرکټ لوبدله کښې هم تیر کال لوبیدلې و.

د روان کال اگست میاشت په لسمه نېټه، بند امیر سیمه کې غازي امان الله یو ورځني ټورنامنټ نه ظاهر خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته وټاکل شو.

د بل لوبغاړي کریم جنت سره په گډه ده په دغه ټورنامنټ کښې دولس لوبغاړي اوټ کړل.

میډیم پیسر ظاهر خان مس عینک نائټس لوبډلې لپاره هم سږ کال د سپټمبر په میاشت کښې خپل ټي ټوېنټي کرکټ کیریر هم پیل کړې و.

د کرکټ ډلې پوهان پدې باور دي چې افغانستان د خپلې ښې لوبې له امله کیدلې شي چې په کال ٢٠١٩ کې په انگلېنډ کښې کیدونکي نړیوال کپ په سیالیو کښې برخه ترلاسه کړي.

د کرکټ پدغو یو ورځنيو سیالیو کې اته غټ هیوادونه لکه کوربه انگلېنډ، آسټرېلیا، هند، نیوزي لېنډ، سویلي افریقا، پاکستان، بنگله دېش او سری لنکا له وړاندې نه د نړیوال کپ مقابلو کښې برخې لپاره نومول شوې دي.

د دې اته لوبډلو سربیره به دوه نور هیوادونه هم و نومول شي چې په پاتې ډلو کښې د آخر درجه بندی پورې په نهم نمبر وېسټ انډیز او په لسم نمبر افغانستان داسې دوه د کرکټ ډلې دي چې کیدای شي نامزد شي.

د تیر نومبر په میاشت کښې د نولس کالو نه کم عمره د کرکټ لوبغاړو نړیوال کپ سیالیو په فاینل کښې افغانستان پاکستان ته هم ماته ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG