لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د یوې ورځې تشدد ٥٥ تنان ووژل


په کندهار کې بم چاودنه په سرکاري میلمستون کې شوي وه
په کندهار کې بم چاودنه په سرکاري میلمستون کې شوي وه

د افغانستان په سرښار کابل کې د طالبانو په غبرگو حملو کې ٣٧، په کندهار کې په حکومتي میلمستون کې د بم چاودنې دلاسه ١١ او د هلمند ولایت په مرکزي ښار لښکرگاه کې ځانمگري حمله کې اووه تنان ووژل شو. د تشدد دا خونړۍ پیښې په یوه ورځ په افغانستان کې رامینځته شوي.

د متحده عرب اماراتو حکومت ددې خبرې تصدیق کړی چې د نهې، سه شنبې، په ورځ په کندهار کې په بم چادونه کې په ١١ وژل شوو کسانو کې يي پنځه سفارتکاران شامل وو. د کندهار په پیښه کې ١٦ نور کسان زخمیان وو چې پکې د ولایت والي یا گورنر همایون عزیزي او په کابل کې د متحده عرب اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الاکعبي هم و.

د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت ویلي سفیر او نور سفارتکاران یتیمانو سره د مرستې او طالب علمانو ته د وظیفو ورکولو په موخه کندهار ته تللی و.

په کندهار کې د بم چاودنې نه وړاندې، په سرښار کابل کې د پارلیمنټ ودانې سره نژدې په غبرگو بم چاودنو کې ٣٧ ووژل شو او ٩٨ نور کسان زخمیان شول. د حملو ښار کسانو کې د پارلیمنټ غړي، امنیتي مامورین، حکومتي چارواکي او لاروي خلک شامل وو.

او د جنوبي هلمند ولایت په مرکزي ښار لښکرگاه کې په امینتي مامورینو د بم او ټوپک دلارې شوي حمله کې ١٠ تنان ووژل شو او ١٠ نور زخمیان شو.

طالبانو په سمدستي ډول د کابل او د هلمند د حملو ذمه واري په غاړه واخیسته خو وې ویل د کندهار په حمله کې يي لاس نه دی لرلی.

د افغان صدر محمد اشرف غني ترجمان هارون چخانسوري خبریالانو ته ویلي د قامي سلامتیه دپاره د مشیر په مشرۍ کې يي یوه ډله د کندهار د پیښې د تحقیقاتو دپاره لیږلې ده. ښاغلي چخانسوري وویل صدر غني د متحده اماراتو سره خواښوږي څرگنده کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG