لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:ځانمرگي بريد او نورو پېښوکې د۷ عسکرو په گډون۲۰ کسان وژل شوي


د کابل د پوليس وياند حشمت ستانکزي د قوله وئيلي ، ځانمرگی بريد کوؤنکی په خپلو پښو راغلی ، او د عسکرو د گاډي په دروازه کې يي ځان الوزولی دی .
د کابل د پوليس وياند حشمت ستانکزي د قوله وئيلي ، ځانمرگی بريد کوؤنکی په خپلو پښو راغلی ، او د عسکرو د گاډي په دروازه کې يي ځان الوزولی دی .

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د خالي په ورځ مازيگر د دفاع وزارت په يو گاډي شوي ځانمرگي بريد کې شپږ عسکر وژل شوي ، او د لسو نه زيات نور ژوبل شوي دي ، هم د خالي په ورځ هلمند کې نامالومو وسله والو ۱۲ مائين پاکوؤنکي په ډزو وژلي ، او يوه بله پېښه کې د سترې محکمې يو لوړ پوړی چارواکې هم وژل شوی دی .

د راپورونو ترمخه د دفاع د وزارت په گاډي (بس) د کابل ښار د دهمزنگ سيمې سره نزدې ځانمرگی بريد شوی ، او گاډي کې ناست عسکر وژل شوي او د چاؤدنې په نتيجه کې په گاډي اور هم لگېدلی دی .

روئيټرز خبري ادارې د کابل د پوليس وياند حشمت ستانکزي د قوله وئيلي ، ځانمرگی بريد کوؤنکی په خپلو پښو راغلی ، او د عسکرو د گاډي په دروازه کې يي ځان الوزولی دی . نوموړي پېښه کې د رامنځته شوې مرگ ژوبلې شمېره نه ده وئيلې .

راپورونه وايي د بريد پړه طالبانو په غاړه اخيستې او وئيلي يي دي يو ملگري يې د ملي اردو بس په هدف کړی دی .

بل لور ته په هلمند صوبه کې نامالومو وسله والو د مائينونو پاکوؤنکو په کارمندانو باندې ډزې کړي دي ، چې پکې د مائين پاکوؤنکي ۱۲ تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي .

د هلمند د گورنر وياند عمرځواک په وينا وسله وال په موټر سائيکل راغلي ، او د هلمند صوبې د مرکز لښکرگاه په شمال کې يي د لويي سړک سره نزدې د ترخک په سيمه کې د مائين په پاکوؤنکو په داسې مهال ډزې کړي ، چې دويي په کار بوخت وو .

نوموړي پېښه کې د پينځه ؤ مائين پاکوؤنکو د ژوبلېدو پخلی هم کړی دی .

د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې ، خو عمرځواک وئيلي دغه حمله وسله والو طالبانو کړې ده .

د خالي په ورځ سحر پلازمينه کابل کې د وسله والو په ډزو کې د سترې محکمې يو چارواکی عتيق الله هم وژل شوی دی .

د کابل د پوليس وياند حشمت ستانکزي وئيلي عتيق الله د سترې محکمې د سيکرټريټ مشر ؤ ، او هغه د کور نه دفتر پله روان ؤ چې چې وسله والو پرې ډزې وکړې او هغه په ځايي ژوند دلاسه ورکړو .

د دغې بريد زمه واري هم طالبانو قبوله کړې ده .

د روئيټرز ترمخه د جمعې په شپه باگرام کې د امريکايي ځواکونو د اډې سره نزدې د سړک غاړې يوې بمې چاؤدنه کې دوه امريکايي عسکر وژل شوي وو .

د اتحادي ځواکونو لخوا جاري شوي بيان کې پخلی شوی ، چې د افغانستان په ختيز کې د مخالفه وسله والو په بريد کې د نړيوالو اتحادي ځواکونو دوه عسکر وژل شوي دي . او د امريکې د دفاع چارواکو هم د دغو دوه امريکايي عسکرو د وژنې پخلی کړی دی .

په وروستيو کې د افغانستان په بېلابيلو برخو او په خصوصي توگه پلازمينه کابل کې د تندلارو لخوا په سرکاري او غېرسرکاري ودانو ، امنيتي ځواکونو او لوړ پوړو چارواکو حملې په داسې مهال سېوا شوي دي ، چې د روانې مياشتې اخرې پورې زياتره بهرني ځواکونه د افغانستان نه ووځي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG