لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل امریکن یونیورسټي په عارضي توگه وتړلو شوه


د یونیورسټۍ د تړل کیدو په اړه پوهنتون په خپل بیان کې وویل ادارې په عارضي توگه خپل کار ځنډولی دی او د اگست د میاشت په ١٠ مه نیټه به بیا پیل کړی شي
د یونیورسټۍ د تړل کیدو په اړه پوهنتون په خپل بیان کې وویل ادارې په عارضي توگه خپل کار ځنډولی دی او د اگست د میاشت په ١٠ مه نیټه به بیا پیل کړی شي

په کابل کې په غیر حکومتي ډول چلیدونکې امریکن یونیورسټي اف افغانستان د خپلو دوو خارجي استازانو د تښتول کیدو ورسته په عارضي توگه وتړل شوه.

د افغان مامورینو ترمخه، د پوهنتون دواړه استازان د اتوار، یکشنبې، په ورځ د یونیورسټۍ سره نژدې د دارالمان سړک نه وتښتول شول. یو استاز امریکايي او بل د اسټریلیا شهري دی. تر دا دمه چا دا ذمه واري نه ده منلي چې استازان چا تښتولې دي.

د یونیورسټۍ د تړل کیدو په اړه پوهنتون په خپل بیان کې وویل ادارې په عارضي توگه خپل کار ځنډولی دی او د اگست د میاشت په ١٠ مه نیټه به بیا پیل کړی شي.

خپل بیان کې یوینورسټۍ ویلي استازانو د بیرته راوستلو دپاره د افغان مامورینو او اړونده سفارتخانو سره په طماس کې دي. د یونیورسټۍ صدر مارک انگلش ويلي تر څو د تښتول شوو کسانو خپل خپلوان نه وي خبر کړی شوي د هغوی نومونه به نه څرگندوي.

په کابل کې پیسو دپاره د خلکو د تښتول کیدو پیښې زیاتې شوي دي. دا په داسې حال کې طالبانو هم په کابل او د هیواد په نورو سیمو کې حملې تندې کړې دي.

تیره هفته د امریکا او یورپي سیلگرو په بس باندې په هرات ولایت کې حمله وشوه چې پکې د بس افغان ډرایور او شپږ سیگلري زخمیان شول او بس يي تباه شو.

تیره میاشت یوه هندوستاني کارکونکې په کابل کې د تښتول کیدو ورسته ازاده کړی شوه. او د اپریل په میاشت کې په جلال اباد کې د اسټریلیا یوه میرمن تښتول شوي ده چې تر اوسه يي درکه نه دی معلوم.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG