لاس رسیدونکی لینک

افغان طالبانو د حکومت لخوا د ۱۱و طالبانو تیزندۍ سزا ته غبرګون ښودلی


صدر اشرف غني دغه امر د کابل د خونړي برید ورستو منظور کړی.

افغان طالبانو په خپل یو بیان کې افغان حکومت ته خبردارې ورکړی که د دوي بندي کسان يې تیزندي کړل نو په غبرګون کې به دوي د افغانستان قاضیان په نخښه کوي او د دوي په ولقه کې خارجیان به وژني.

افغان طالبانو دغه خبرداری له هغې وروستو ورکړی چې صدر اشرف غني تیره ورځ د حقاني شبکې او کویټه شورا ۱۱و ترهګرو د تیزندي کولو امر لاس لیک کړو. صدر اشرف غني دغه امر د کابل د خونړي برید ورستو منظور کړی.

دا مهال د افغانستان امیریکن پوهنتون دوه پروفیسران ۶۰ کلن کیون کنګ او ۴۸ کلن تیموتي جان د افغان طالبانو په ولقه کې دي. پروفیسر کیون کنګ د امریکا او تیموتي جان د اسټریلیا سره تعلق لري او دغه دواړه د اګسټ میاشتې په ۷ نیټه د یونیورسټۍ نه تښتول شوي وو.

د روان کال جنورۍ په میاشت کې خپره شوي یوه ویډیو کې د دغه دواړه پروفیسرانو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ نه غوښتنه کړی وه چې دوي دې د طالبانو د ولقې نه راخلاص کړي.

په افغانستان کې د امیریکن پوهنتون لخوا خپور شوي یو بیان کې نن د دغه دواړه پروفیسرانو د راخلاصولو غوښتنه شوی ده. بیان کې ویل شوي پوهنتون د دواړه استاذانو بې قید وشرطه راخلاصولو غوښتنه کوي. دغه دواړه دلته زمونږ ځوانانو ته زده کړو له راغلي وو او باید دوي خپلو کورونیو او ملګرولپاره ازاد کړی شي.

XS
SM
MD
LG