لاس رسیدونکی لینک

مولوي هیبت الله د اېي اېس اېي په مرسته هلمند ته راغلی: جنرال عبدالرازق


د کندهار د امنیې قوماندان عبدالرازق ادعا کوي چې د طالبانو مشر مولوي هېبت الله د پاکستان استخباراتي ادارې اېي اېس اېي په مرسته د پاکستان نه هلمند ته راغلی وو.

جنرال رازق وايي ملا هېبت الله د هلمند په موسی کلا کې خپلو وسله والو ته د هوايي عملیاتو په مقابل کي د جنګي تکتیکونو د بدلیدو سپارښتنه کړې ده.

د هغه په خبره ملا هېبت الله وسله والو طالبانو ته ویلي چې د طالبانو او داعش ډلې هدف یو دی او باید له دې وروسته له دغې ډلې سره مخالفت ونکړي.

هغه دا ادعا هم وکړه چې له ملا هېبت الله سره د پاکستان د استخباراتو د ځینو په مامورانو په ګډون د طالبانو د استخباراتو مشر ملا شیرین، د هغوې د مالي کمېشن مشر ملا ګل اغا، د نظامي کمېشن مشر صدر ابراهیم او د اکمالاتو مسوول یې نعیم بړېڅ هم ملګري وو.

د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق اشنا رادیو ته وویلي چي د طالبانو مشر مولوي هېبت الله ۱۱ ورځي مخکي د پاکستان د بلوچستان د ګري جنګل او د هلمند د بهرامچې دلاري موسی کلا ولسوالۍ ته تللی وو.

نوموړي وویل ملا هېبت الله په هلمند کې د خپلي ډلي د نږدې ۱۵ ولایتونو د نظامي مسوولینو او وسله والو سره لیدلي.

د کندهار د امنیې قومندان وايي ملا هېبت الله او ملګري يي په موسي کلا کي دوه ورځې تېرې کړې او بیرته د بهرامچي د لارې پاکستان ته انتقال کړل شول.

وسله والو طالبانو او د هلمند ځايي چارواکو د جنرال عبدالرازق ددې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. ملا هېبت الله د ۲۰۱۶ کال د مۍ په میاشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور له وژل کېدو ورسته د دغې ډلې مشر شوی.

د وي او ای اشنا په مننه

XS
SM
MD
LG