لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د قطرد دفتر غړي پاکستان کې دي؟


د اپرېل په ۲۵مه نېټه ځېنو مطبوعاتو داسې رپورټونه ورکړي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر درې غړي اسلام اباد ته رسېدلي دي. د دغه سفر مقصد افغان حکومت سره د سولې خبرو کې ګډون کول دي. د دغه خبرونو په اړه پوښتنې روانې وې چې افغان طالبانو د نن ټکي اسیا په نوم ویب پانړه کې طالبانو دغه رپورټونه نا سم اوبلل.

په رپورټونو کې وېل شوي وو چې د افغان طالبانو د قطر دفتر دوه غړي مولو شهاب الدین دلاور او جان محمد مدني اسلام اباد ته رسېدلي.

خبر ريښتیا یا دروغ ـ خو دا رپورټ پداسې وخت کې خپور شوی چې افغان صدر اشرف غني پاکستان ته خبرداری ورکړی که چرې په خپله خاوره موجود طالبانو خلاف يي اقدامات ونه کړل نو د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته به شکایت وکړي.

صدر اشرف غني وېلي د پاکستان نه امید نه لري چې افغان طالبان به د سولې خبرو ته کښېنوي. هغه وویل پاکستان د هغو ترهګرو ډلو په ضد عمليات نه کوي د کومو مرکزونه چې د هغه په وینا په پاکستان کې دي.

تېره هفته په کابل کې د افغان استخباراتو په يو دفتر بريد کې نزدې ۷۰ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو. طالبانو د دغه بريد زمه واري قبوله کړې وه او افغان صدارتي وياند په حقاني ډله تور لګولی ؤ چې په پاکستان کې د دغه بريد منصوبه جوړه کړې وه. پاکستان په کابل کې د شوې بريد غندنه کړې وه.

اشرف غني په داسې حال کې دغه بيان ورکړی چې د مارچ په مياشت کې طالبانو د افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کړی ؤ. طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو د تيارۍ دپاره د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان څلورو واړو ملکونو ترمنځ ليدني شوي او په وروستۍ ليدنه کې د مارچ د مياشتې په لمړو کې د ملاقات وئيل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG