لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو د نوي مشر فیصله به څوک کوي؟


د ملا اختر منصور په موټر د نوشکې په احمدوال کلې کې ډرون حمله وکړه
د ملا اختر منصور په موټر د نوشکې په احمدوال کلې کې ډرون حمله وکړه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په ډرون برید کې له وژنې ورسته که څه هم راپورونه وايي د طالبانو د رهبري شورا غونډه د نوي مشر تابه د ټاکلو لپاره روانه ده خو ځینې پاکستاني مطبوعات او څیړونکې وايي په پاکستان کې د ملاعمر د مړینې د اعلان ورسته پاکستاني استخباراتو د نوي مشر په توگه ملااختر منصور رامخته کړی و او د وسله والې ډلې ځینې مهم کوماندانانو هم په ډاگه ویل چې اختر منصور د پاکستان له خوا تپل شوی مشر دی.

د ملا عمر زوی ملا یعقوب، ورور ملا عبدالمنان او دا ډول ملا محمد رسول، ملا عبدالمنان نیازي، ملا ذاکر او منصور دادالله له هغه سره د وفادارۍ څخه انکار کړی و.

د طالبانو د قطر دفتر یو مسؤل طیب اغا هم د اختر منصور سره له اختلاف ورسته استعفا ورکړې وه.

نیویارک ټائمز ورځپاڼې سږ کال د مۍ په اوومه نیټه خپل یو رپورټ کې لیکلې چې د طالبانو ترمنځه اختلافونه لرې کولو او د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني د اختر منصور د مرستیال په توگه راوستلو کې د پاکستاني فوجي استخباراتي ادارې ايي ایس ايي لاس و.

پاکستان دا ډول تورونه ردوي خو د وزیراعظم نوازشریف د بهرنیو چارو لپاره صلاح کار سرتاج عزیز دلته واشنگټن کې ویلي وو اسلام اباد په افغان طالبانو اثر لري، د هغوي کورونه په پاکستان کې دي او د علاج اسانتیا هم ورکوی.

د ډیوه ریډیو د روانو چارو په خپرونه کې مخه ور څیړونکی ډاکټر محمد تقي ویلي د ملا اختر منصور د ځائې ناستې فیصله به اوس هم پاکستاني استخبارات کوي. هم ورته نظر د افغانستان د عتیق الله امرخیل، پخواني برگیډیر سعد محمد خان او پروفیسر خادم حسین و.

د امریکا صدر براک اوباما ویلي ملا اخترمنصور په افغانستان کې امن دپاره د افغان حکومت د هڅو مخه نیولې وه چې په هیواد کې هغه تشدد ختم کړی چې "د بې شمیره بې گناه" افغانانو، ښځو، سړو او ماشومانو ژوندونه يي اخیستې دي. امریکائي صدر په طالبانو غږ وکړو چې د سولي په بهیر کې شامل شي.

څیړونکې وايي که دا ځل هم یو تندروه طالب مشر وټاکل شو نو اشاره به يي په افغانستان کې نه ختمیدونکې جگړې ته وي او که یو منځ لاری مشر وټاکل شي نو کیدی شي په هغه جنگ ځپلې هیواد کې د سولي او ثبات هیلې راپیدا شي.

د ملا منصور د وژل کیدو ورسته صورتحال باندې د روانو چارو بشپړه بحث دلته اوریدی شئ. د پروگرام کوربه نصیر کاکړ دی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:52:06 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG