لاس رسیدونکی لینک

د افغان طالبانو لخوا د ٫٫ خيبر ٬٬ په نوم دعملياتو گواښ


د دفاع د وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې وئيل شوي طالبانو له دې وړاندې هم د خالد بن وليد په نوم د عملياتو گواښ کړی ؤ ، او بيا په ټول هيواد کې د ماتې سره مخ شوي وو
افغان طالبانو په هيواد کې د بهرنو او ملکي ځواکونو سره د حکومتي چارواکو په ضد د ٫٫ خیبر٬٬ په نوم د عملياتو پيل کولو اعلان کړی ، او وئيلي يي دي چې دغه عمليات به د مئ د میاشتې له ۱۲ نیټې څخه پیل کیږي ، خو د ملي دفاع وزارت دغه بيان تشه پروپيگنډه بللې ده .
د افغانستان د اسلامي امارت په نوم ويب پاڼه باندې خپور شوي بيان کې طالبانو وئيلي ، چې په دغوعملیاتو کې به بهرني ځواکونه ، د هغويې ملاتړ کوؤنکي او ورته ادارې ، او د هغويې د هرې ليکې څخه مرستې کوؤنکي په هدف کولی شي .
بيان کې زياته کړی شوې ده چې په دغو عملياتو کې به د کابل په لوړپوړو چارواکو ، دکابینې په غړو ، پارلماني وکیلانو ، د دفاع او داخله وزارتونو کې د بهرنیانو ملاتړي افسران ، په عدلیه وزارت او سترې محکمې کې د طالبانو د محکوموونکي څارنوالانو سره قاضيان په نخښه کولی شي .
د افغان طالبانو لخوا د دغې بيان په غبرگون کې د افغانستان د دفاع وزارت وئيلي افغان ملي امنيتي ځواکونه د هرقسمه گواهونو او حالاتو د مخې نيولو جوگه دي . او دغه بيان يې پروپيگنډا گرځولې ده .
د دفاع د وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې وئيل شوي طالبانو له دې وړاندې هم د خالد بن وليد په نوم د عملياتو گواښ کړی ؤ ، او بيا په ټول هيواد کې د ماتې سره مخ شوي وو . د دفاع وزارت په هيواد کې په نزدو کې د ترسره شوؤ ټاکنو يادگېرنه کړې ، چې د ټولټاکنو په مهال هم دغه رنگ گواښونه شوي ، او هغه ټول شنډ کړی شوي وو .
د طالبانو لخوا د عملياتو د پيل کولو دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی ، چې د روان کال د اخرې پورې به نړيوال ځواکونه د افغانستان څخه ووځي .
او که چرته د افغانستان او امريکې ترمينځ مجوزه امنيتي تړون لاس ليک کيږي ٫٫ په کوم چې د هيواد موجوده صدر حامد کرزی د دستخط کولو څخه ډډه کوي ،٬ نو د تړون لاس ليک کيدو څخه وروستو به يو شمير امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې شي ، چې کار به يې د افغان ځواکونو تربيه او مرسته کول وي .
XS
SM
MD
LG