لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملا هیبت الله په فتوو ګڼ شمیر طالب مشران وژل شوي: ملا عبدالمنان


Afghanistan Taliban
Afghanistan Taliban

حقمل روان

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا بې پلټه الوتکې په برید کې د طالبانو د مشر ملا اخترمحمدمنصور د وژل کیدو او دطالبانو نوي مشرملا هیبت الله د ټاکنې وروسته د طالبانو یوې بلې ډلې رسنیو ته په استول شوي یوه وډیو کې د ملا هیبت الله د یو شمیر رازونو پرده پورته کړی ده.

د ملامحمد رسول په مشرۍ کې د طالبانو دغه ډله چې دملاعمرد مړینې وروسته یې د طالبانو د مشرۍ پر سرد اختلاف له امله ځان له جلا ډله اعلان کړی وه، وېلي ٫٫نوی طالب مشر مولوی هبیت الله هغه تن دی چې په وینا يې د ملیونونو ډالرو په سر دډلې لسګونه طالب مشران وژلي دي. ٬٬

د ملاعمر تر مړینې وروسته د طالبانو ترمنځ ژور اختلافات وو او له یوې ډلې څخه د څو ډلو جوړیدل اوهمداراز د طالبانو نوی مشر ملا هیبت الله د ډلې پټ رازونو د افشا کیدوپه اړه افغان حکومت اویوشمیرافغان سیاسي شنونکي د طالبانو ترمنځ د ژورو اختلافاتو د رامنځته کیدو څرګنده بیلګه ګڼي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ویلي د طالبانو ترمنځ سیاسي اختلافات چې د رهبرۍ پر سر رامنځ ته شوي همداسي به دوام ولري او دغو تاثیراتو د طالب جنګي قوماندانانو فعالیتونه هم ترمنفي اغیز لاندې راوستي دي.

د افغانتسان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ زیاتوي: ٫٫دا ښکاره ده چې د طالبانو مشر اختر محمد منصور تر وژل کیدو وروسته د دوي سیاسي اشخاصو، افرادو په منځ کې اختلافات زیات شوي، د دوي په منځ کې ژوراختلافونه رامنځته شوياو د دوی د جنګي قوماندانانو او د سیاسي مشرتابه په منځ کې هم په بشپړه توګه همغږۍ له منځه تللې ده.٬٬

د سیاسي چارو څیړونکی فیض محمد ځلاند واېس اف امریکا ډیوه سره په خبرو کې وویلي د ملا رسول ډله هڅه کوي چې له دې ډول څرګندونو څخه د خپلې ډلې د پیا وړتیا لپاره ګټه پورته کړي.

فیض محمد ځلاند زیاتوي:٫٫د ملارسول ډله کوشش کوي چې په یو نه یو ډول د خپلې ډلې د ملاتړکوونکو ملګرو له لارې په دې ډول څرګندونوسرهد طالبانو پروړاندې یوه نوې جبهه پرانیزې ترڅود طالبانو لیکې کمزورې کړي او دوی هغه کردار په ښه توګه باندې ولوبوي.٬٬

په کابل کې د اولسي جرګې غړي ګل پاچا مجدیدي بیا وویلي طالبانو ترمنځ دغه اختلاف به د افغانستان د سولې پروسې ته ستر زیان ورسوي او ترڅنګ به یې د طالبانو په جګړه ایزو فعالیتونو کې هم ستر بدلون رامنځ ته شي.

ګل پاچا مجدیدي وايي:٫٫کومې خبرې چې د ملارسول ډلې لخوا کیږي، دا ددې څرګنده ونه کوي چې د دوی ترمنځ اختلافونه ډیر ژور دي او متاسفانه ددې ستونزې نه به د افغانستان د سولې پروسې ته سترزیان ورسیږي او دوی به په څو ډلو اوویشل شي او مونږ به ونه شوکوالی چې له یوې مشخصې ډلې سره خبرې وکړو.٬٬

له طالبانو څخه د جلا شوې ډلې مشر د ملارسول مرستیال مولوی عبدالمنان نیازي په داسې حال کې د طالبانو نوي مشر مولوی هیبت الله د ملیونونوډالرو د اخیستو په مقابل کې،د لسګونو طالب مشرانو په وژل کیدو تورن کړی چې د افغانستان د سولې عالي شورا وېلي د افغان حکومت د ټولو وسله والو مخالفینو لپاره د سولې د خبرو دروازې د دوی پرمخ خلاصي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG