لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله عبدالله: په هیڅ یوه خارجي جګړه کې د افغانانو د ګډون ملاتړ نه کوو


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سوریې په جنګ کې د افغانانو د ګډون د ستایلو په اړه د خپل دوهم مرستیال محمد محقق په وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سوریې په جنګ کې د افغانانو د ګډون د ستایلو په اړه د خپل دوهم مرستیال محمد محقق په وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سوریې په جنګ کې د افغانانو د ګډون د ستایلو په اړه د خپل دوهم مرستیال محمد محقق په وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

ښاغلی عبدالله وايي چې ملي یووالي حکومت د نړۍ په هیڅ یوه برخه کې په جګړو کې د افغانانو د ګډون ملاتړ نه کوي.

اجرائیه رئیس د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا نوبتې غونډې د پیل دمخه د خبریالانو سره په خبرو کې پرته له دې چې د خپل دوهم مرستیال نوم واخلي وویل چې له افغانستانه بهر په جګړو کې د افغانانو برخه اخیستل د ملي یووالي د حکومت پالیسي نه ده.

ښاغلي عبدالله وویل "چپه دې برخه کې د ملي یووالي د حکومت پالیسي ډیره څرګنده ده، په دې وروستیو کې یو لړ نظریات څرګند شوي، غواړم د ملي یووالي د حکومت د پالیسۍ په اړه وغږیږم، چې مونږ د نړۍ په هیڅ یوه برخه کې په جګړو کې د افغانانو د ګډون ملاتړ نه کوو. "

عبدالله عبدالله وویل په دې برخه کې باید د افغان حکومت او په ځانګړي ډول د اجرائیه ریاست د دریځ په اړه کوم ناسم پوهاوی رامنځ ته نه شي.

اجرائیه رئیس وویل چې افغانان په خپل هیواد کې له جنګ جګړو ځوریدلي او بې شمیره کړاونه یې ګاللي دي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مر ستیال حاجي محمد محقق ایران ته د خپل روان سفر په ترڅ کې په تهران کې د "اهل سنت د محبانو او تفکیریانو د مسلې " په اړه یو جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته د وینا پر مهال د هغو افغانانو ستاینه وکړه چې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ یې په جګړه کې برخه اخیستې ده.

ښاغلي محقق په خپله دغه وینا کې د فاتیمون لیوا د ایراني جنرال جنرال قاسم سلیماني څخه چې په سوریه کې د دغې لیوا بنسټ ایښودونکی پیژندل کیږي هم مننه وکړه.

د ښاغلي محقق د دغو څرګندونو پر وړاندې د اجرائیه رئیس له څرګندونو دمخه د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس هم سخت غبرګون ښودلی دی.

خو پخپله حاجي محمد محقق امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې ده یوازې د ټولو هغو جنګیالیو څخه چې په سوریه او عراق کې یې د اسلامي دولت یا د اعش خلافت له منځه وړلو کې ونډه اخیستې مننه کړې ده.

ښاغلي محقق وویل "زه اوس هم وایم ټولو هغو کسانو چې داعش ته یې ماتې ورکړې کور یې ودان. خو دا خبره چې سوریه ته افغانان تللي او هلته یې جګړه کړې په وار وار ویل شوي چې هغوی افغان حکوومت هلته نه دي استولي، ما هم نه دي استولي او زما ګوند هم هغوی نه دي استولي."

د اجرائیه ر یاست دوهم مرستیال وویل هغوی چې سوریې ته جګړې لپاره تللي د داعش ظلمونو او په عراق او سوریه کې د دغې ډلې له خوا د مذهبي ځایونو د الوزولو په غبرګون کې د خپلې عقدې پر اساس تللي دي او یا هم د ځینو مجبوریتونو له مخې هلته ته تللي دي.

ښاغلي محقق امریکا غږ اشنا راډیو سره په دغه مرکه کې یوځل بیا د خپلو څرګندونو څخه ملاتړ وکړ او ویې وویل چې د نړۍ په هرګوډ کې چې هرڅوک د داعش پر وړاندې په جګړه بوخت دي، دې یې خپل وروڼه ګڼي او هرڅوک چې دغې ډلې سره وجنګیږي ښه کار کوي.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا څانگې څخه اخېستل شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG