لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز کې ٦ افغان امنیتي عسکر وژل شوي دي


د کندوز د پولیس مشر جنرل عبدالحامد حامد ویلي په چیک پوسټ حمله د خالي، شنبې، په ورځ د ولایت مرکز چې هم د کندوز په نوم یادیږي شوي ده
د کندوز د پولیس مشر جنرل عبدالحامد حامد ویلي په چیک پوسټ حمله د خالي، شنبې، په ورځ د ولایت مرکز چې هم د کندوز په نوم یادیږي شوي ده

د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې طالبانو د امنیتي ځواکونو په چیک پوسټ باندې حمله کړې چې پکې لږ تر لږه شپږ عسکر وژل شوي دي او افغان داخله وزارت ویلي هم په کندوز کې امنیتي ځواکونو ١٨ طالبان وژلې دي.

د کندوز د پولیس مشر جنرل عبدالحامد حامد ویلي په چیک پوسټ حمله د خالي، شنبې، په ورځ د ولایت مرکز چې هم د کندوز په نوم یادیږي شوي ده.

د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې او ویلي يي دي طالبانو په چیک پوسټ قبضه کړې او نور سازوسامان يي نیولی دی.

په عین حال کې داخله وزارت ویلي د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو په هدفونو هوايي بمبارۍ کې ١٨ طالبان وژل شوي دي. دغه کاروايي د خالي، شنبې، په ورځ شوي ده.

په کابل کې دداخله وزارت لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي په امام صیب کې وژل شوي طالبانو په کندوز کې په گڼ شمیر حملو او د حملو په منصوبه سازۍ کې ککړ وو.

د پسرلي په راتگ په افغانستان کې د حکومت مسلح مخالفینو خپلې حملې تندي کړې دي.

د افغان صدر مشیر همایون قیومي دا خبره تسلیم کړې ده چې تیر کال افغان امنیتي ځواکونه په لویه پیمانه د زیان سره مخامخ شوي دي.

تیره هفته په واشنگټن کې په افغانستان کې د ورستي صورتحال په اړه خبرو کې ښاغلي قیومي وویل داسې ښکاري چې طالبان لکه د منظم فوج په رنگ جنگیږي نو ځکه په کال ٢٠١٦ کې د افغان امنیتي ځواکونو تلافات د تیرو لسو کلونو په پرتله زیات وو.

طالبانو سره په جنگونو کې تیر کال ٧٠٠٠ افغان امنیتي عسکر وژل شوي دي.

طالبان په کندوز او ځینې نورو شمالي ولایتونو کې په گڼ شمیر سیمو اثر لري.

تیره میاشت د امریکې په ډرون حمله کې په کندوز کې د طالبانو مشر ملا عبدالسلام ووژل شو. د ملاعبدالسلام په مشرۍ کې طالبانو د لږ وخت دپاره د کندوز مرکز نیولی و چې د افغان ځواکونو دپاره ډیره د تشویش خبره وه.

او په فاریاب ولسوالۍ کې چارواکو ددې خبرې تصدیق کړی دی چې طالبانو یو لوړ رتبه پولیس افسر وژلی دی. پولیس ویلي د وژل شوي پولیس چارواکې د موټر پورې بم تړل شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG