لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رایټس واچ: د افغان ځواکونو د لاسه سکولونه په خطر کې دي


 په کال ٢٠٠١ کې طالبانو د واک نسکوریدو ورسته د تعلیم په مد کې ‍شوی پرمختگ د افغانستان د کامیابۍ یوه اهم کیسه گڼلی کیږي. طالبانو په وخت کې د جینکو په تعلیم پابندي وه او په ټول هیواد کې د لسو لکو نه کم هلکان سکولونو ته تلل. د افغانستان د تعلیم وزارت وايي په موجوده وخت کې نهه اشاریه پنځه میلینه ماشومان سکولونو ته ځي چې ۴٠ فیصد کې جینکۍ دي
په کال ٢٠٠١ کې طالبانو د واک نسکوریدو ورسته د تعلیم په مد کې ‍شوی پرمختگ د افغانستان د کامیابۍ یوه اهم کیسه گڼلی کیږي. طالبانو په وخت کې د جینکو په تعلیم پابندي وه او په ټول هیواد کې د لسو لکو نه کم هلکان سکولونو ته تلل. د افغانستان د تعلیم وزارت وايي په موجوده وخت کې نهه اشاریه پنځه میلینه ماشومان سکولونو ته ځي چې ۴٠ فیصد کې جینکۍ دي

په افغانستان کې د سکولونو په اړه یو تازه رپورټ وايي د طالبانو خلاف خپلو عملیاتو کې د حکومت امنیتي ځواکونه سکولونه استعمالوي چې دا رنگ نه یوازې د ماشومانو ژوندونه د خطر سره مخامخ کیږي بلکه د تعلیم په مد کې شوی پرمختگ هم په منفي ډول متاثر کیږي.

په رپورټ کې طالبانو دلاسه هم سکولونو ته د نقصان د رسیدو ذکر شوی دی .

د شورو، یا چارشنبې په ورځ شایع شوي خپل رپورټ کې د انساني حقوقو ادارې هیومن رایټش واچ په افغان حکومت غږ وکړو چې سکولونو د تحفظ دپاره دي په بیړنۍ توگه اقدامات وکړي او طالبانو د واک نسکوریدو ورسته د نړي والې ټولنې په مرسته د تعلیم په مد کې شوی پرمختگ ته وژغوروي.

د افغانستان دپاره د هیومن رایټس څیړنکاره پیټریشا گاسمین وايي په رپورټ کې په بغلان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د کارویانو په خصوصي توگه ذکر شوی دی. د ولایت مرکزي ښار پلخمري شا او خوا سیمو کې تیر کال سختې جگړې شوي دي.

پیټریشا گاسمین وايي په بغلان کې په سکولونو کې د امنیتي ځواکونو د میشته کیدلو کچه پریشان کونکې حده پورې زیاته وه.

میرمن پیټریشا وايي د افغان ماشومانو تعلیم ته نه یواځې د طالبانو بلکه د افغان امنیتي ځواکونو لخوا هم خطر راپیښ دی چې په سکولونو کې میشته کیږي او دا رنگ ماشومانو د تحفظ پرځاې د هغوي ژوندونه د خطراتو سره مخامخ کړي. هغې زیاته کړې په بغلان کې طالبانو هم حکومت خلاف خپلو حملو کې سکولونه استعمال کړې دي.

سکولونو ته د حکومت او طالبانو په جنگ کې د نقصان رسیدو په یو مثال کې د هیومن راټیس واچ رپورټ په عمر خیل کلي کې د یو سکول ذکر کړی دی. د سویډن حکومت په مرسته جوړ دغه سکول په کال ٢٠١٥ کې ٣٥٠ هلکانو او جینکو ته خپلې دروازې پرانستلې خو بیا زر طالبانو په سکول قبضه وکړه. رپورټ وايي د کلې مشرانو طالبانو ته د سکول پریښودې دپاره بې ثمره زارۍ وکړې. او بیا حکومتي ځواکونو په سکول کې موجود په طالبانو حمله وکړه. که څه هم طالبان سکول نه د وتلو ورسته جگړه ختمه شوه خو رپورټ وايي د عمر خیلو کلي د سکول وداني په کنډر بدله شوه.

میرمن پیټریشا وايي رپورټ دپاره هیومن رایټس واچ د ٢٠ نه زیاتو د سکولونو مشرانو، منتظیمینو او د متاثره کورینو سره مرکې کړې دي. پیټریشا وايي افغان امنیتي ځواکونو په خیمو کې جوړ سکولونه هم نیولې دي. هغه وايي دا حالات جینکو د تعلیم په لاره کې هم لوې خنډان را ولاړوي ځکه چې میندې او پلاران داسې سکولونو نه جینکۍ نه لیږي چرته چې عسکر پراته وي.

د افغانستان ددفاع وزارت د هیومن رایټس واچ رپورټ رد کړی دی. د وزارت ترجمان دولت وزیري ویلي په دې لړ کې د حکومت په تحقیقاتو کې داسې څه خبره مخې ته نه ده راغلې. خو ښاغلي وزیري وویل ددې خبرې امکان نشي ردیدی چې امنیتي ځواکونه د عملیاتو په مهال او یا په سکول کې د رخصیتو په مهال د څو گنټو دپاره سکول ونیسي.

په کال ٢٠٠١ کې طالبانو د واک نسکوریدو ورسته د تعلیم په مد کې ‍شوی پرمختگ د افغانستان د کامیابۍ یوه اهم کیسه گڼلی کیږي. طالبانو په وخت کې د جینکو په تعلیم پابندي وه او په ټول هیواد کې د لسو لکو نه کم هلکان سکولونو ته تلل. د افغانستان د تعلیم وزارت وايي په موجوده وخت کې نهه اشاریه پنځه میلینه ماشومان سکولونو ته ځي چې ۴٠ فیصد کې جینکۍ دي.

پیټریشیا گاسمین وايي په افغانستان کې په زیاتیدونکو جگړو ورته تشویش خو افغان حکومت ته پکار دي چې د سکولونو نه خپل عسکر راوباسي او دا رنگ د هیواد په اینده کې د شوي سرمایه کارۍ تحفظ وشي. هغې وویل د اکتوبر په میاشت کې په برسلز کې افغانستان سره مرسته کونکو هیوادونو په غونډه کې به دا مسله راپورته کوي.

په بغلان کې حالات مخ په خرابیدو دي او طالبانو د حکومت خلاف په گڼ شمیر سیمو کې پیش قدمي کړې ده او د ولایت د مرکزي ښار پلخمري سره څو کلومیټره نژدې دهنه غوري ولسوالي يي هم نیولې ده. څیړونکې په بغلان کې د حالاتو د ښه کیدو په اړه څه خوشبیني نه څرگندوي. په کابل کې میشته افغانستان اینلسټس نیټ ورک یا د څیړنکارانو ډله وايي دهنه غوري وړمبۍ ولسوالي ده چې په بغلان کې د کال ٢٠٠١ ورسته د طالبانو منگولو ته ورغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG