لاس رسیدونکی لینک

کابل :صدارتي کانديدانود گډملي حکومت جوړولوپه موافقه لاسليک کړی


د دواړو صدارتي کانديدانو ترمينځ د گډ ملي حکومت د لوظنامې د غونډې په مهال صدر حامد کرزي خپلو لنډو خبرو کې صدارتي کانديدانو او د هيواد خلکو ته مبارکي ووئيله ، او نوي حکومت سره د خپل کلک ملاتړ کولو ووئيل .

د افغانستان صدارتي کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله الله نن په صدارتي ماڼۍ (ارگ) کې يوه غونډه کې د گډ ملي حکومت جوړولو موافقه لاسليک کړې .

نن د اتوار په ورځ کابل کې په صدارتي ماڼۍ کې چې دواړو صدارتي کانديدانو په دغه لوظنامه لاسليک وکړو ، په دغه مهال صدر حامد کرزی هم موجود وو . د لوظنامې ترمخه نوي حکومت کې به گټونکی صدر او بائيلونکی چيف ايگزيکټيو وي ، د چيف ايگزيکټيو عهده به يې د وزيراعظم برابر وي .

د دواړو صدارتي کانديدانو ترمينځ د گډ ملي حکومت د لوظنامې د غونډې په مهال صدر حامد کرزي خپلو لنډو خبرو کې صدارتي کانديدانو او د هيواد خلکو ته مبارکي ووئيله ، او نوي حکومت سره د خپل کلک ملاتړ کولو ووئيل .
افغانستان کې صدارتي ټاکنې د جون په مياشت کې ترسره شوې وې ، او د دغو ټاکنو د لمړو نتيجو چې پکې اشرف غني بريالی شوی ، او عبدالله عبدالله يي د نتيجو منلو څخه انکار کړی ؤ ، څخه وروستو په انتخابونو کې د درغلۍ کېدو تورونه مخې ته راغلي وو . او د دوهم پړاؤ د صدارتي ټاکنو بهير د ځنډ ښکار شو .

وروستو د جولائي په مياشت کې د امريکي د خارجه وزير جان کيري په مينځگړيتوب دواړه کانديدان د رائو بيا شمېرنې په خبره موافق شول ، او د ۳۶ صوبو د ۲۲۸۲۸ رائو صندوقونه په کابل کې د ملگرو ملتونو او نړيوالو څارونکو په وړاندې وپلټل شول .

او د رائو د پلټنې او بيا شمېرنې په مهال هم د عبدالله عبدالله انتخابي ټيم دغه عمل پرېښودو ، او د ټاکنو د رائو د شمېرنې عمل بيا د ستونځو سره مخ شو .

خو د دواړو کانديدانو ترمينځ او رائو د شمېرنې عمل سرته په رسېدو کې د امريکې ، ملگروملتونو او صدر حامد کرزي په هڅو دواړه کانديدانو کانديدانو د گډ ملي حکومت جوړولو په لوظنامه لاسليک وکړو . راپورونه وايي نن به د انتخابي نتيجو اعلان هم وشي .

XS
SM
MD
LG