لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل پولیس مشر د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړه


طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه واخسته او وې ویل مهمانخانه د عیسائیت د تبلیغ دپاره استعمالیده خو په دې هکله متضاد بیانونه رامینځته شوې دي
طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه واخسته او وې ویل مهمانخانه د عیسائیت د تبلیغ دپاره استعمالیده خو په دې هکله متضاد بیانونه رامینځته شوې دي

په نزدې ورځو کې د افغانستان سرښار کابل کې د خارجیانو په هدفونو د طالبانو پرله پسې حملو ورسته، د کابل د پولیس مشر د خپل چوکۍ نه استعفا ورکړې ده.

جنرل محمد ظاهر د اتوار یا د یکشنبې په ورځ د خپلې چوکۍ نه لاس په سر شو. د هغه د استعفا نه څه لږ وخت وړاندې چارواکو ددې خبرې تصدیق وکړو چې د کابل په یوه مهمانخانه یوه ورځ وړاندې شوي حمله کې د جنوبي افریقا یو کس، د هغه زوی، لور او یو افغان وژل شوي وو.

د حکومتي او عسکري چارواکو د وینا ترمخه د خالي یا د پنجشنبي په ورې درې حمله کونکې د پارلیمنټ سره نزدې مهمانخانې ته ور دننه شول او د څو گنټو پورې يي ډزې کولې.

د داخله وزارت ترجمان وویل دوه حمله کونکې ووژل شو او دریم د ځان پورې تړلې چاودیدونکې تونکې وچلول.

امنیتي ځواکونو هغه اته کسان، چې پکې دوه خارجیان شامل وو، په محفوظه توگه ازاد کړل چې د حمله کونکو په ولکه کې وو.

طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه واخسته او وې ویل مهمانخانه د عیسائیت د تبلیغ دپاره استعمالیده خو په دې هکله متضاد بیانونه رامینځته شوې دي.

په مهمانخانه حمله کابل کې د تشدد ورستۍ لړۍ وه چې پکې د امنیت د کلکو اقداماتو د لاندې سېمو کې حملې شوي دي.

افغانستان کې د بې امنۍ په نورو پیښو کې هلمند کې د برطانوي پوځ په پخواني مرکز کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جگړه شوې ده. د هلمند د والي ترجمان ویلي حمله کې پنځه افغان عسکر او ٢٠ طالبان وژل شوي دي. هم د هلمند په سنگین اولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په چیک پوسټ باندې ځانمرگي حمله کې پنځه عسکر وژل شوي دي.

بلخوا، وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ یو بیان کې د افغانستان پارلیمنټ لخوا امریکې او نیټو سره د معاهدو د منظورۍ ستائنه کړې ده. امریکې سره لوظنامه افغانستان کې د القاعده باقیاتو پرضد د جنگ او افغانو عسکرو د تربيي دپار امریکائي ځواکونو ته قانوني چوکاټ برابروي. بله معاهده نیټو د همکارۍ دپاره قانوني چوکاټ پرځائې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG