لاس رسیدونکی لینک

ارګ :د کابل کنفرانس څخه چې کومه هیله درلوده ،هغه یې لاسته راوړې ده


دافغاستان جمهور ريیس ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي د " کابل پروسې" کنفرانس کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره د نړۍ په کچه د یو مشترګ لید لوري رامنځته کیدو، دافغانستان د امن اوثبات په اړه د نړۍ سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته د سولې پیغام رسولو او همداراز په سیمه کې دموجودو داقتصادي همکاریو دفرصتونو په اړه څرګند پیغامونه نړۍ او سیمې ته ورسول شول.

مینه پال وايي "له دې کنفرانس څخه دافغانستان حکومت هیله همدا وه ترویزم چې یومشترک تهدید دی، د مبارزې لپاره یې یو مشترک لید لوری رامنځته شي، دسولې په اړه نړۍ او سیمې ته مونږ د سولې پیغام روسول و، داقتصادي همکاریو هغه فرصتونه چې اوس په سیمه کې دي په دې اړه هم بحث ترسره شو، نو مونږ چې له دې کنفرانس څخه کومه هیله او توقعات درلودل ،هغه مولاسته راوړې ده او په دې هیله باندې یو چې دا یوه پروسه ده او دا پروسه بریالیتوب ته ورسو."

د مینه پال په وینا د کابل په پرونی غونډه کې د نړۍ سیمې او ګاونډیو هیوادو او د نړیوالو سازمانو استازو دافغانستان دحکومت لید لوری تایید کړی ، تروریزم یې مشترک ګواښ ګڼلی او د سولې او امن راوستو کې له افغان حکومت سره د همکاریو ژمنه کړې.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو افغان سیاسي څیړونکی کبیر رنجبرهم د کابل غونډه مهمه او ګټوره وبلله.

د رنجبر په وینا دا کنفرانس په داسې حال کې دافغان حکومت تر مشرۍ لاندې پیل او پای ته ورسید چې کابل ښارپه دې وروستیو کې د څو پرلپسې خونړیو ترهګریزو پیښو شاهد و.

رنجبر وویل "د کابل غونډې جوړیدل سیاسي او اقتصادي اهداف درلودل او په عین زمان کې عملي اهمیت یې هم درلود ځکه د سیمې او نړۍ هیوادونه سره راټول شول اود افغانستان د امن ، سولې او همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نظرونه تبادله کړل او همداراز د جمهورییس لخوا یوه ډیره مهمه موضوع چې مطرح شوله هغه دا وه چې له پاکستان سره باید سوله وشي له همدې امله دا کنفرانس ډیرمهم او ګټې به یې په ر اتلوونکې کې روښانه شي."

همداراز دهیواد په پلازمینې کابل کې ملګرو ملتونو یا یوناما ادارې ،بریتا نیا او د امریکا متحدو ایالتونو سفارتونو د کابل په پرونی کنفرانس کې دافغان حکومت له لید لوري ملاتړ کړی او د دې غونډې د جوړیدو پایلې د افغانستان دسولې او له ترهګرۍ سره د نړۍ دمشترکې مبارزې لپاره ګټوره ګڼلي.

دیاده ونې وړده چې تیره ورځ کابل د ګاونډیو ،سیمې او د نړۍ ۲۵ هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو ،سفارتونو او همداراز د یوشمیر نړیوالوسازمانونو د استازو کوربه توب پرغاړه درلود.

XS
SM
MD
LG