د افغانستان په مرکزي ولایت پروان کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په یوه ځانمرگي حمله کې شپږ کسان وژل شوي او ٢٢ نور زخمیان دي.
د داخله وزارت ترجمان صدیق صدیقي د پروان په سیاه گرد ولسوالۍ کې د حملې پیښې تصدیق کړی دی. هغه ویلي په حمله کې وژل شوي او د زخمیان ټول ملکي کسان دي چې پکې زنانه هم شاملې دي.
د داخله وزارت ترجمان په کابل کې یوي خبرې غونډې ته وویل په پروان کې ځانمرگي حمله کونکی پولیس په یو چیک پوسټ د ودرولو کوښښ کولو چې په دغه مهال هغه د ځان پورې تړلی بم خلاص کړو.
د حملې ذمه واري چا په سمدستي توگه په غاړه نه ده اخیستي خو افغان مامورین هیواد کې د تشدد پړه اکثر په طالبانو اچوي.
په خپل خبري کانفرنس کې صدیق صدیقي وویل په افغانستان کې د تشدد رهنمائي هیواد د سرحداتو نه بهر موجود وسله والو د پناه ځایونو څخه کیږي. "د بد قسمتۍ خبره ده، چې زمونږ دښمنان د افغانستان نه بهر په پناه ځایونو کې موجود دي خو د ترهگرۍ دغه اډې لا نه دي تباه کړی شوي،" ښاغلي صدیقي وویل خو د کوم هیواد نوم يي وا نخیستو چرته چې د هغه په وینا د ترهگرو اډې موجود دي.
خو افغان مامورین وايي طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري او د هلته نه په افغانستان کې د حملو سازشونه کوي. خو پاکستاني مامورین دا دعوي ردوي.