لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني ملایان د افغان طالبانو د جګړې لپاره چنده ټولوي


پاکستان تل دا تورونه رد کړیدي چې په افغانستان کې د طالبانو له مخالفې وسلوالې ډلې سره مرسته کوي او پرځای یې وايي چې د افغانستان ثبات ددوي په ګټه دی.

خو په پاکستان کې د ترهګرۍ سره د جګړې د تګلارې پرخلاف د پاکستان ملایان په ښکاره افغان طالبانو ته د چندې راټولولو غږ کوي.

د پاکستان په بلوچستان کې یو پیژندل شوی مولوي الله داد وايي هغه ویاړي چې د کلونو راهیسې یې د افغان طالبانو له جګړې سره مرسته کړېده.

(د اسلامي امارت د ماليې مرکزي کمیسیون له مونږ نه غواړي چې په رمضان میاشت کې د دوی لپاره چنده راټوله کړو.)

هغه مشال راډیو ته وویل چې دا لومړي کال نه دی چې دوی طالبانو ته پیسې راټولوي.

مولوي الله داد چې د اویاوو کالو په عمر به وي د بلوچستاني په شمالي ښار ژوب کې یو لوی جومات چلوي.

د جمعت علمای اسلام سره د یوه لوړ پوړي کس په توګه نوموړي په دغه پښتون میشته سیمه کې زیات اثر او نفوذ لری.

د سیمې خلک وايي چې د نوموړي یو وراره په نیمې لسېزې کې د طالبانو په لیکو کې وژل شوی وه.

د مولوي الله داد په وینا د رمضان په میاشت کې د بلوچستان په ګڼو جوماتونو کې د طالبانو لپاره په ښکاره پیسې راټولیږي.

نوموړي دا هم ومنله چې د تیرې میاشتې په وروستیو کې یې ټولو ملګرو ملایانو ته یو لیک استولی وه چې د روژې په میاشت کې طالبانو ته چنده راټوله کړي.

هغه په دغه لیک کې لیکي وه چې طالبانو د ۴۲ شیطانو قدرتونو ته چې اشاره یې په افغانستان کې د ناټو اتحاد ته وه ماتې ورکړې ده.

ده وړاندې وویل چې هر کال دوه درې لکه کلدارې چې دوه درې زره ډالره کیږي طالبانو ته ټولوي.

ده دا هم وویل چې دی پدې کار کې یواځې نه دی بلکه طالبانو ته د چندې لپاره په یادې سیمه کې تر ۱۵ زیات مرکزونه فعالیت کوي.

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور هم د بلوچستان په یوې لیرې پرتې سیمه کې هغه مهال ووپل شو کله چې یې له ایران څخه کوټې ته سفر کاوه.

په بلوچستان کې د طالبانو مالي مسول ملا عبدالمنان نومېږي.

که څه هم د ترهګرۍ پرضد د پاکستان لخوا جوړه شوې سټراتيژي کې راغلي دي چې باید د ترهګرو ټولې مالي سرچینې په نښه او له منځه ولاړې شي خو ملا الله داد په ښکاره پدې برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي وايي چې هیچا هم ورته طالبانو ته د ملا الله داد لخوا د پیسو راټولو راپور نه دی ورکړي.

هغه د مشال راډیو خبریال ته وویل چې زه اوس دغه پیښه له ځان سره نوټ کړم. مونږ به پدې اړه پلټنې وکړو او مونږ به اجازه ونه کړو چې ترهګرو ته پیسې ټولې کړای شي. مونږ به ټولو هغو ته سزا ورکړو څوک چې پداسې فعالیتونو کې لاس لري.

کابل په وار وار په پاکستان باندې تور لګولی چې له افغان طالبانو سره مالي مرستې کوي.

په کابل کې د مې د میاشتې په ۳۱ نیټه د ترسره شوي خونړي برید څخه وروسته چې تر ۹۰ زیات کسان پکې ووژل شول، د افغانستان ملي امنیت ادارې وویل چې دا برید هم په پاکستان کې تنظیم شوی وه او د پاکستان استخباراتي ادارې ورسره مرسته کړې وه.

اسلام اباد دا تورونه ردکړی وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG