لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کونړ بې درکه شوي نایب والي په اړه تراوسه څه معلومات نشته


د کونړ ولایت نایب والي قاضي محمد نبي احمدي
د کونړ ولایت نایب والي قاضي محمد نبي احمدي

د پاکستان خارجه وزارت ویلي د کونړ ولایت د نایب والي قاضي محمد نبي احمدي د درک معلولو لپاره کوښښونه دوام لري خو لا پکې څه پرمختگ نه دی شوی. ښاغلی احمدي څو ورځې وړاندې په پېښور کې بې درکه شوی دی او اوس ویل کیږي چې د هغه دوه روڼه او یو وراره هم بې درکه شوي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د معمول خبرې غونډې ته وینا کې د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل وویل ښاغلی احمدي په شخصي سفر پېښور ته راغلی و او پاکستاني مامورین د هغه د لاپته کیدو نه د افغانستان سفارنخانې خبر کړل.

ترجمان زیاته کړه چې د ښاغلي احمدي د معلومولو لپاره کوښښونه جاري دي. د پېښور پولېس ویلي د افغان چارواکي د درک لگولو لپاره يې یوه خصوصي ډله جوړه کړې ده.

ښاغلی احمدی د اکتوبر د میاشت د ٢٧ نېټې راهسې بې درکه دی او خپل خپلوان یې وايي هغه تښتول شوی دی. اوس ویل کیږي چې د قاضي محمد نبي احمدي دوه وروڼه او یو وراره هم بې درکه شوي دي. هغه د پېښور ډبگرۍ گارډن کې علاج دپاره تللی و.

د نایب والي ورور حبيب الله د پېښور په شرقي پوليس تهاڼه کې د بې درکۍ رپورټ کړی ؤ چې هغه او ورور يې په رکشه کې ډبګرۍ ګارډن ته ډاکټر روان وو او د شاهي مېلمستون سره نزدې د رېلوی لائن په پُل دپاسه موجودو څو کسانو رکشه ودروله د هغه ورور يې کوز کړو او ځان سره يې په تور رنګ پراډو جيپ کې بوتلو.

پوليس چارواکو ويلي د تېرو دوه ورځو نه د حبيب الله موبايل فون هم بند دی او ښکاري هغه هم بې درکه دی.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې يو چارواکي وایس اف امريکا سره په خبرو کې ويلي نه يواځې حبيب الله بلکې د مرستیال والي يو بل ورور يعقوب خان او د هغه زوی هم د چترال نه بې درکه کړی شوي دي.

سفارتکار وي او ای ته ويلي دي د قاضي محمدنبي کورنۍ په افغانستان او پاکستان دواړو کې مېشت ده.

پوليس چارواکو پخلی کړی د محمدنبي د بې درکۍ په اړوند د هغه ورور حبيب الله رپورټ کړی دی، خو نوموړي د محمدنبي پاکستان ته په پاسپورټ او ويزا د راتلو په اړه څه نه دي ويلي.

پوليس وايي ښکاري محمدنبي په غېرقانوني طريقه پاکستان ته راغلی ؤ، پوليس ويلي د نبي د خوشي کولو دپاره يې هڅې تندې کړي او په دغه لړ کې يې څو مشکوک کسان نيولي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG