لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو مشرانو ترهگرۍ پرضد په همکارۍ خبرې اترې کړي


د ائي اېس ائي مشر په داسې حال کې د افغانستان سفر کړی دی چې د افغانستان او پاکستان استخباراتي ادارې په يو بل باندې د یو بل د مخالفینو ته د پناه ورکولو الزام لگوي
د ائي اېس ائي مشر په داسې حال کې د افغانستان سفر کړی دی چې د افغانستان او پاکستان استخباراتي ادارې په يو بل باندې د یو بل د مخالفینو ته د پناه ورکولو الزام لگوي

د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو مشرانو په سرکاري توګه په کابل کې په دوه اړخيزه امنيت او ترهګرۍ پر ضد په همکارۍ خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو سرچينووي او ای ته ددې تصدیق کړی چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ائي اېس ائي مشر لفټننټ جنرل نويدمختار د نهې/ سه شنبې په ورځ په دې موخه دکابل سفر وکړو چې د دواړو هیوادونو د امنيتي ادارو ترمنځ تاؤتريخوالی کم کړی شي.

د جنرل مختار د خپل افغان سيال د اېن ډي اېس مشرمعصوم ستانکزی سره د ليدنې په اړه نور تفصيل مخې ته نه دی راغلی.

د ائي اېس ائي مشر په داسې حال کې د افغانستان سفر کړی دی چې د افغانستان او پاکستان استخباراتي ادارې په يو بل باندې د یو بل د مخالفینو ته د پناه ورکولو الزام لگوي.

دواړو استخباراتي ادارو د اشرف غني د صدارت چوکۍ سمبالولو نه لږ وخت وروستو (په ۲۰۱۴م کې) يوه لوظنامه لاس ليک کړی وه چې موخه يې د یو بل تشویشونه لرې کول وو خو پاکستاني مامورین وايي افغان مطبوعاتو ته د لوظنامې په اړه د خبرونو افشا کیدو له امله په دې عملدرامد ممکن پاتې نشو.

طالبانو په افغانستان کې د سپرلي د جگړې اعلان هم کړی دی او افغان حکومت تور لګوي چې په دغه هیواد کې د اوږدې جګړې لپاره وسله وال د پاکستان خاوره کاروي.

د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله د ګل په ورځ ويلي چې وسله والو د سپرلي عمليات په ګاونډي هیواد کې ترتيب کړي خو نوموړي د پاکستان نوم نه دی اخستی.

پاکستاني چارواکو دا ټول تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د افغانستان سره ۲۶۰۰۰ کلوميټره اوږده پوله د پياوړې کولو لپاره هر ممکن ګام پورته کوي چې داسې دواړو خواو ته د وسله والو تګ راتګ مخه ونيول شي.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان پوځ ويلي چې د افغانستان له خوا شوې د دوي په دوه پوستو يې بريد ناکامه کړی چې پکې درې بريد کوونکي وژل شوي، يو شمیر ژوبل شوي او نور تښتېدلي وو.

دا بريد د پاکستان په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې شوی و.

دا هفته د پاکستان د پارلیمنټ يو شمیر غړو د افغانستان دوره هم کړې او هلته يې د افغانستان له مشرانو سره ليده کاته کړي دي.

د اياز صادق په مشرۍ دا پينځلس کسيزه پلاوی کابل ته تللی و او د ګل په ورځ بیرته اسلام اباد ته رارسیدلی او دا دوره يوه کاميابه دوره بللې ده.

د چارواکو په وينا چې د سه شنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق د دې دورې په اړه وزيراعظم نوازشريف خبر کړی دی.

د يو سرکاري بيان ترمخه "وزيراعظم نوازشريف ويلي چې د دواړو خواو د پارلماني استازو د تګ راتګ سره به د خپل منځي اړيکې نورې هم ښې شي او د ګډې موخې په اساس به په منطقه کې ثبات او امن ته وده ترلاسه شي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG