لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر غني: افغانستان د بل کوم هیواد د سټرټیجک ژورتیا ځای نه دی


د افغانستان صدر اشرف غني یو وارې بیا په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره دې وسله والو ته پناه نه ورکوي او ویلي يي دي چې افغانستان یو خپلواکه هیواد او د بل چا سټرټیجک ژورتیا ځائی نشي کیدی.

د پولینډ په وارسا ښار کې د نیټو په غونډه کې شرکت نه د ستنیدو په موقع صدر اشرف غني په کابل کې یو خبري کانفرنس ته وویل افغانستان ٥٠٠٠ کاله زوړ تاریخ لري او هیڅ کله به د بل هیواد د سټرټیجک ډپت یا د ژورتیا سبب جوړ نه شي.

د صدر اشرف غني اشاره د پاکستان هغه عسکري پالیسۍ یا تگ لارې ته وه چې افغانستان ته پکې هند سره د سیالۍ په تناظر کې دد فاع او د ملاتړ دپاره کتنه کیږي.

افغان صدر وویل افغانستان پاکستان سره د ریاست په سطح د ملگرتیا او د همکارۍ ارزو مند دی. هغه زیاته کړه کوم هیواد هم چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه کوي او یا د هیواد د خپلواکۍ خلاف ورزي کوي او په خپله خاوره افغان باغي ډلو ته پناه ورکوي افغانان به ترې نفرت کوي.

په افغانستان کې د سولي په بهیر کې د پاکستان د کردار په اړه صدر اشرف غني وویل د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وړمبي مذاکرات، د پاکستان نه بلکې د نړي والو ټولنې د کوښښونه نتیجه وه. هغه وویل پاکستان څخه امن نه غواړي خو د پاکستان نه دا تقاضا کوي چې د خپلې خاورې نه دې په افغانستان کې د سولي مخالفین وباسي او د افغانستان خلاف دې خپل غیر اعلانیه جنگ ختم کړي.

په وارسا کې د نیټو غونډې ته هم صدر اشرف غني وویل چې پاکستان په افغانسان کې د امن د پاره کړې خپل لوظونه نه ترسره کوي او د ښه او د خراب طآلب د فرق خپله تگ لار يي دلاسه نه ده ورکړې.

د پاکستان خارجه وزارت په وارسا کې د افغان صدر په وینا خپل ردعمل کې وویل افغان مشران د خپلو ناکامو پړه په پاکستان اچوي او د پاکستان خلاف راپارونکې بیانونه ورکوي. وزارت وویل پاکستان په حقیقي معنو کې په افغانستان کې د امن خواهش مند دی نو ځکه به په افغانستان کې د امن دپاره د خپل وس ټول کوښښونه جاري ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG