لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دفاع وزارت: پوځیانو ته به پاکستانۍ کیلې، کینو او غوښه نه ورکوو


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ځواکونو د خوړو په کتار کې به د پاکستاني محصولاتو پر ځای له وطني میوو او وریجو څخه استفاده وکړي.

د دفاع وزارت مرستیال ډګر جنرال غلام سخي نن د بزګر د ملي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې وویل، دغه وزارت د خپلو خوراکي موادو د رانیولو لپاره هرکال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ لګوي، چې د اړوندو چارواکو د پریکړې له مخې به د خپل اړتیا وړ مواد له کورنیو محصولاتو څخه ترلاسه کړي.

هغه وویل "سره له دې چې د تورخم لاره پرانیستل شوه، خو موږ ژمنه کړې او یو میکانیزم مو له جناب وزیر صاحب سره یوځای رامنځ ته کړی دی، چې نور به ملي اردو له کیلې او کینو څخه استفاده نه کوي... موږ اوس له وطنيو مڼو څخه استفاده کوو، په جیګه بیه مو اخیستې ده، موږ په دې ویاړو."

تر اوسه پورې کیله او کینو زیاتره د پاکستان نه افغانستان ته صادریږي

جنرال غلام سخي زیاته کړه "موږ به د میښې غوښه چې له پاکستان څخه واردیږي نلرو، په هفته کې درې وارې به موږ د چرګ له غوښې او پاتې څلور ورځې به د پسه او وطنۍ غوا له غوښې څخه استفاده کوو."

ولې افغانستان پوځیانو ته پاکستانۍ میوې د نه ورکولو پریکړه وکړه؟

لکه څنګه چې مرستیال وزیر جنرال غلام سخي په خپلو خبرو کې د تورخم او چمن لارو تړلو ته اشاره کړې نو ښایې چې افغان حکومت هڅه کوي په راتلونکې کې په پاکستاني تولیداتو باندې خپله تکیه راکمه کړي.

بله خبره داده چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ولسمشر محمد اشرف غني د خپل حکومت په لومړي کال کې د یو فرمان په صادرولو سره له ټولو دولتي ادارو څخه وغوښتل، چې د خپل اړتیا وړ موادو په پیریدلو کې کورني تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.

د پاکستان نه افغانستان ته هره ورځ په سونو کانټینره خوراکي توکي او د ابادۍ وسایل روان وي چې په هغو کې د مالټو، کینو او سبزۍ نه واخله بیا تر وریجې، غوښې او سمیټو پورې ګڼ توکي شامل دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکیچن سیاست تر ټولو لوی تاوان سوداګرۍ ته رسیږي

لکه څنګه چې جنرال غلام سخي ویلي پاکستانۍ کیله، کینو او غوښه به د افغان ملي اردو کابو ۱۹۰۰۰۰ پوځیانو ته نه ورکوي. ددې خبرې معنی داده چې هره ورځ به د پاکستان دوه لکه کیلې، دوه لکه کینوان او په لسګونو ټنه غوښه په افغانستان کې نه خرڅیږي.

د دې مسلې بل اړخ دا دی چې د ولس په کچه هم اوس زیاتره افغانانو کورنیو تولیداتو ته زیاته مخه کړېده چې په اوږد مهاله کې به له پاکستان سره موجوده سوداګرۍ ته دروند تاوان ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG