لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حنیف اتمر: د ډیورنډ کرښې د بندولو پایلې به د پاکستان لپاره ښې نه وي


 دملي امنیت دشورا سلاکار محمد حنیف اتمر
دملي امنیت دشورا سلاکار محمد حنیف اتمر

دافغانستان ملي امنیت سلاکار ویلي ، که د ډیورنډ په کرښه تړل شوې لارې خلاصې نه شی، په اړه به یې افغان حکومت داسې پریکړه وکړي چې دپاکستان لپاره به ښې پایلې ونه لري.

دملي امنیت دشورا سلاکار محمد حنیف اتمر دلندن په کوربه توب جوړه شوې غونډه ته چې دبریتانیا د استازو په ګډون دپاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ګډون درلود ، د ډیورنډکرښې په اوږدو کې دلارو په بندیدو اندیښنه څرګنده کړه.

د ملي امنیت سلاکار ویاند تواب غورځنګ ویلي ،په دې درې اړخیزه غونډه کې دپاکستان استازي ،له ښاغلي حنیف سره دتړلو لارو دخلاصیدو هوکړه کړې.

د غورځنګ په وینا ،دافغانستان ملي امنیت سلاکار ښاغلي حنیف اتمر ویلي ، ،افغان حکومت یوازې د پاکستان په تجارتي لارو اتکا نه شي کوالی اود اسلام اباد پالیسۍ له افغانستان سره دتجارتي لارو په اړه په دایمي توګه دبدلون په حال کې وي اوافغان حکومت نه شي کوالی چې خپل تجارت د دا ډول پالیسوقرباني کړي.

دنوموړي په وینا ښاغلي اتمردپاکستان استازي ته ویلي ، که چیرې دلارو دبندیو وضعیت همداسې دوام پیدا کړي او تړل شوې لارې خلاصې نه شی ،افغان حکومت به داسې پرپریکړه وکړي چې پایلې به یې دپاکستان په ګټه نه وي.

په دې موضوع نور تفصیل کابل څخه د وي او ای ډیوه خبریال حق مل روان په رپورټ کې دلته اوردی شئ:

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG