د پاکستان سره په پوله نزدې د افغانستان په ختيز کې د کونړ صوبې په دانگام ضلع کې د افغانستان د مخالفه وسله والو او د پاکستان نه د پولې هغې لوري ته وراوختو وسله والو د ځايي خلکو او افغان امنيتي ځواکونو سره نن د سحر راهسې جهگړه روانه ده .
د کونړ امنيتي چارواکي جنرال عبدالحسيب وئيلي ، چې پاکستاني طالبانو د دانگام ضلعې په کارکوړ، خرووټي او ساوون سيمو کې د افغان ځواکونو په پوستو بريدونه کړي ، او په سيمه کې توده جهگړه روانه ده .
چارواکو دعوه کړې ، چې د تېرې شپې راهسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمينځ نښتو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي ، او ۲۰و پورې نور ژوبل شوي دي .
يو بل چارواکي محمدنعمان هاتفي وئيلي ، چې د تېرې ورځې راهسې روانه جهگړه کې ۴۱ وسله وال وژل شوي ، او ۴۷ نور ژوبل کړی شوي دي . نوموړي په جهگړه کې د درې عسکرو د وژنې او شپږو نورو ژوبلېدو پخلی هم کړی دی .
هاتفي وئيلي ، وسله والو دغه بريد په سيمه کې د هغويي په ضد جوړ شوي تړون کوؤنکو باندې کړی ، او مقصد يي دغه ضلع په خپله ولقه کې اخستل ؤ .
د دانگام يو قومي مشر ملک محمدزمين وئيلي ، په کارکوړ سيمه کې ځايي خلک د پاکستاني طالبانو سره په جهگړه دي ، خو د خلکو سره وسله په خلاصېدو ده ، نوموړي دا هم وئيلي څو ورځې وړاندې د پاکستان سرحدي ځواکونه د ډېورنډ د کرښې هغې لورې ته وراوختي ، او د افغانستان په نزدې درې کلوميټره علاقه کې يې خپلې پوستې جوړې کړي دي .
راپورونه وايي په تېرو ۲۴ ساعتو کې دا دوهم ځل دی ، چې افغان امنيتي چارواکي ادعا کوي ، چې په دانگام ضلع کې د افغان مخالفه او پاکستاني وسله والو سره ځايي خلک او امنيتي ځواکونه په جهگړه دي .
راپورونه زياتوي چې وسله والو طالبانو هم په دانگام کې د افغان ځواکونو سره د جهگړې خبره تائيد کړې ، او ادعا يې کړې ده چې په جهگړه کې يي د امنيتي ځواکونو نه دوه پوستې هم نيولي دي .