لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د کندوز ښار شا او خوا ته جگړه دوام لري


تیر کال د سپټمبر په میاشت کې طالبانو کندوز ښار د لږ وخت دپاره نیولی وو خو افغان امنیتي ځواکونو وسله وال بیا د ښار نه ویستل
تیر کال د سپټمبر په میاشت کې طالبانو کندوز ښار د لږ وخت دپاره نیولی وو خو افغان امنیتي ځواکونو وسله وال بیا د ښار نه ویستل

د افغانستان شمالي ښار کندوز شا او خوا ته د امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ سخته جگړه روانه ده.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د داخله چارو وزارت کندوز کې د جگړې په اړه خپل بیان کې وویل د ولایت د مرکزي ښار په اطرافو کې په جگړه کې لږ تر لږه ۴٠ طالبان وژل شوي دي. بیان کې ځواکونو ته د ممکنه تلافاتو په اړه څه نه وو ویل شوي.

د کندوز ښار په مضافاتو کې جگړه جمعې د ورځې راهسې شورو شوي کله چې طالبانو ښار د نیولو دپاره حمله وکړه.

فریقینو یو بل ته د درنو تلافاتو د اړولو دعوې کړې دي خو په کره توگه د حکومت او طالبانو د دعوو تصدیق په سیمه کې د کړکیچنو حالاتو په وجه ممکن نه دی.

د طالبانو یو ترجمان په افغان او امریکائي ځواکونو د کندوز شا او خوا سیمو کې د بې دریغه هوائي بمبارۍ الزام لگولی. هغه د حکومت دا دعوي هم رد کړې چې په جگړه کې گڼ شمیر طالبان وژل شوي دي. طالب ترجمان ویلي په هوائي بمبارۍ کې ملکي خلک په هدف شوي دي.

مقامي اوسیدونکې وايي طالبانو د کندوز شا او خوا سیمو کې خپل پټن ځایونه او اثر قائم کړی دی او هم ددې له قبله په کندوز ښار تازه حمله کړې ده.

په سرښار کابل کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د مدني ټولنې فعالینو په یوه غونډه کې د کندوز په حالاتو تشویش څرگند کړو. د شهري حقوقو کارکونکو وویل که چرې کندوز په اطرافو کې د وسله والو پناه ځایونه ختم نه کړی شول نو ښار به زر د طالبانو منگولو ته ور شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG