لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان او نړي والو ځواکونو په ننگرهار کې دداعش ٣۴ وسله وال وژلي


د اچین ولسوالۍ هغه سیمه چرته چې دداعش خلاف عملیات شوي دي
د اچین ولسوالۍ هغه سیمه چرته چې دداعش خلاف عملیات شوي دي

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې افغان او نړي والو ځواکونو د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش د ٣٠ ؤ نه زیات وسله وال وژلي او د داعش رېډيو سټیشن يي تباه کړی دی.

د افغانستان کې د کورنیو چارو وزارت نن د ګل يا دوشنبې په ورځ وویل افغان ځواکونو د ننګرهار په نازيان او اچين ولسوالیو کې په هوايي بريدونو کې د داعش پټې ځالې په نخښه کړي او ٣١ ترهګر يې ورله وژلي دي.

په هوايي بريدونو کې د داعش ريډيو سټیشن هم تباه کړی شوی چې په ټول ننګرهار کې به اوریدل کیدو او دولتي چارواکو او خلکو ته به يي د تُندروه ډلې د ګواښ پیغامونه خپرول.

د کورنیو چارو وزارت ویلي د افغانستان ملي دفاع او امنيتي ادارو د ترهګرو ډلو د فعاليتونو په ضد عمليات ګړندي کړي دي.

وزارت په خپل جاري کړي بيان کې هم دومره تفصيل ویلی دی.

له دې وړاندې هم افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش د رېډيو سټیشن د تباه کولو ويلي وو خو د داعش د رېډيو په خپرونو کې ډېر ځنډ نه ؤ راغلی.

د ننګرهار د ګورنر ویاند عطاالله خوږياڼي ویلي په اچين او نزدې نورو ولسواليو کې د داعش په ضد عمليات دوام لري او حکومتي ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د اتوار يا يکشنبې په ورځ افغان او امريکايي پوځي چارواکو ويلي ؤ چې په ننګرهار کې د افغان او امريکايي عسکرو په ګډو عملياتو کې د داعش ډلې مشر عبدالحسيب سره د نورو ۳۵ وسله والو وژل شوی دی.

چارواکو ويلي دغه عمليات د اپرېل په مياشت کې په اچين ولسوالۍ کې ترسره شوي وو.

بدالحسیب تیر کال وروستو له هغې د داعش ډلې مشر ټاکل شوی کله چې د خپلسره اسلامي ریاست یا داعش مشر حافظ سعید خان په یو ډرون برید کې هم په ننګرهار کې ووژل شو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن هم د امریکايي او افغان عسکرو دغه کامیاب عملیات ستایلي او دا يې په افغانستان کې د داعش ډلې پرضد روانه مبارزه کې یو مهم پرمخ تګ بللی دی.

جنرال نکولسن ويلي" په تیرو نهو میاشتو کې دا د داعش ډلې دوېم مشر یا امیر دی چې زمونږ په عملیاتو کې د خپلو نورو ملګرو سره وژل شوی".

افغان او امریکايي چارواکي ګڼي د داعش دې مشر په ۸ مارچ په کابل کې د پوځ قامي هسپتال باندې د برید حکم ورکړی وو.

په دغه برید کې نزدې ۵۰ کسان وژل شوي وو چې پکې ډاکټران هم وو.

د چارواکو په وینا د داعش هم دغه مشر خپلو وسله والو ته امر کړی ؤ چې د ځينو ځايي مشرانو نه دې د خپلو کورنیو د کسانو مخکې سرونه ووهل شي. سره د دې يې د ښځو او جینکو د تښتولو او په زور خپلو ملاتړو سره د ودولو حکم ورکړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG