لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ۲ هندي شرکتونو سره د بریښنا پروژو قرارداد وکړ


لمړنۍ پروژه به د شبرغان ښار او الوان دښتي تر منځ د ۵۰۰ کیلوواټ برښنا مزې وغځوي. د دغې پروژې مالي لګښت ۶۰ میلیون ډالرو ته رسیږي چې قرارداد یې د یکشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې د KEC International له شرکت سره لاسلیک شو. دغه شرکت په هند کې د بریښناي محصولاتو او خدماتو دوهم لوی شرکت ګڼل کیږي.

دوهمه پروژه به د شبرغان او اندخوي تر منځ د ۲۲۰ کیلوواټ بريښنا مزې وغځوي. دغه پروژه ۱۵ میلیون ډالر لګښت لري او هندي‌ خصوصي شرکت KPTL به یې پلي کړي.

د آسیا پرمختیايي بانک د دواړو پروژو مالي ملاتړ کوي او تمه کیږي چې په دوه نیمو کلونو کې به بشپړې شي.

افغانستان او هند پدې وروستیو کې خپل تر منځ سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړې. ولسمشر غني هند ته پخپل وروستي سفر کې هندي پانګه وال او سوداګر وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنان څخه اخیستل شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG