لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو د طالبانو د 'ځانمرګو د روزنې' مرکز بمبارد کړی


افغان ځواکونو د طالبانو د 'ځانمرګو د روزنې' مرکز بمبارد کړی
افغان ځواکونو د طالبانو د 'ځانمرګو د روزنې' مرکز بمبارد کړی

په جنوب کې امنیتي مقامات وايي چې په زابل کې يې د ځانمرګو برید کونکو پر یوه ستر مرکز هوايي برید کړی او ۱۸ ځانمرګي یې وژلي دي.

په جنوب کې د ملي پوځ قومانداني وايي چې د دغه مرکز په ویجاړولو سره به په افغانستان کې د ډېرو خونړیو بریدونو مخه ونیول شي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال داود شاه وفادار امریکا غږ ته وويل چي د برید په مهال د ځانمرګو درې پاکستاني ښوونکي او د زابل لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي کمیسیون مسئول ډاکتر ظاهر هم وژل شوي دي.

ده زیاته کړه چي برید کونکو غوښتل په زابل او د جنوب د نورو ولایتونو په ګډون په بېلا بېلو سیمو کې خونړي بریدونه وکړي.

جنرال وفادار وويل" تیره شپه ۱۱:۵۰ زموږ د هوايي ځواک الوتکو د شملزو ولسوالۍ د اوساګي په سیمه کې د غره په لمن کې د ځانمرګو برید کونکو دغه تعلیمي مرکز چي استادان يې پاکستانیان وو په نښه کړی، ۱۸ ځانمرګي او درې پاکستاني استادان یې او ډاکتر ظاهر چي د نظامي کمیسیون غړی و وژل شوی او دوه موټر يې سوځيدلي".

شملزي ولسوالۍ د کلات په جنوب ۱۲۰ کیلو میترۍ کې له ډیورنډ کرښې سره پرته ولسوالي ده چي امنیتي مقامات يې له پاکستان څخه د وسله والو د تګ راتګ مهمه عبوري لار ګڼي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان وايي چي پدې ولسوالۍ کې دولتي حاکمیت د ولسوالۍ تر مرکز پوري محدود دی او وسله والو د خپل پراخ حضور له کبله په کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي ګمرک فعاله کړي.

وسله والو طالبانو په شملزو ولسوالۍ کې د افغان هوايي قواوو د برید په اړه کومه تبصره نده کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG