لاس رسیدونکی لینک

د افغانستان مرستيال صدر مارشل فهيم په حق ورسېدو


مارشل فهيم چې د ۵۷ کالو په عمرکې وفات شو، د کال ۲۰۰۹م راسې د حامد کرزي مرستيال پاتې شوی
د افغانستان د صدر حامد کرزي لمړی مرستيال مارشل قسيم فهيم په حق وروسېدو . نن د اتوار په ورځ د افغانستان د صدارتي ماڼۍ څخه خپره شوې خبر پاڼه کې د مارشل فهيم د مړينې خبر اعلان شوی دی .
د راپورونو ترمخه مارشل فهيم د زړه د دورې د ناروغۍ له امله په حق ورسېدو .
د افغانستان صدارتي ماڼۍ په اعلاميه کې صدر حامد کرزي د مارشل فهيم په مړينه خفگان څرگند کړی او هغه يې يو وطن دوست افغان او ستر مجاهد بللی .
صدارتي ماڼۍ د نوموړي په مړينه د درېو ورځو دپاره د ماتم اعلان کړی او د ملي بېرغ نيم کښو کولو يې وئيلي دي .
مارشل فهيم چې د ۵۷ کالو په عمرکې وفات شو، د کال ۲۰۰۹م راسې د حامد کرزي مرستيال پاتې شوی ، او له دې وړاندې د کرزي په لمړي دور حکومت کې د څه مودې دپاره د دفاع وزير هم پاتې شوی ؤ .
XS
SM
MD
LG