لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : د ټاکنو په لمړو نتيجو کې عبدالله په اول او اشرف غني په دوهم نمبر


د نورستاني په وينا د هيواد د ټولو ۳۶ ولايتونو څخه په اچول شوؤ رايو کې ۸۵ فيصده کابل کې مرکزي دفتر ته رارسېدلي دي
د نورستاني په وينا د هيواد د ټولو ۳۶ ولايتونو څخه په اچول شوؤ رايو کې ۸۵ فيصده کابل کې مرکزي دفتر ته رارسېدلي دي
افغانستان کې د ترسره شوؤ ټولټاکنو د رايو شمېره روانه ده ، او د ټاکنو خپلواک کميسون د صدارتي څوکۍ د ۱۰ فيصده رايو نتيجې اعلان کړي ، چې پکې په لمړي نمبر ډاکټر عبدالله عبدالله او په دوهم نمبر اشرف غني احمدزی دی .
د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر رئيس احمد يوسف نورستاني نن د اتوار په ورځ يوه خبري غونډه کې دغه نتيجې اعلان کړې ، چې د هيواد ۲۶ ولايتونو ۱۰ فيصده رايې شمېرل شوي ، چې پکې د صدارتي څوکۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۱.۹ فيصده او ډاکټر اشرف غني احمدزي ۳۷.۶ فيصده ووټونه اخستي دي .
نوموړي ووئيل په درېم نمبرډاکټر زلمی رسول دی او هغه يواځې ۹.۸ فيصده رايي اخستي دي ، او نور کانديدان د پينځه فيصده نه زياتو رايو اخېستو کې نه دي بريالي شوي .
د نورستاني په وينا د هيواد د ټولو ۳۶ ولايتونو څخه په اچول شوؤ رايو کې ۸۵ فيصده کابل کې مرکزي دفتر ته رارسېدلي دي ، هغه دا هم ووئيل چې د نورو رايو د شمېرنې سره نتيجې بدلېدی شي .
نوموړي زياته کړې چې د اته ؤ ولايتونو بدخشان ، بغلان ، نورستان ، غور ، وردک ، غزني ، پکتيکا ، او د ايکندي رايي لا نه دي شمېرل شوي .
بلخوا ته د ټاکنو د شکايتونو کميسون چارواکو وئيلي چې د تېرې اوونۍ پورې ورته په ټاکنو کې د درغلۍ ۳۲۷۴ شکايتونه راغلي ، چې پکې ۱۸۹۲ د ليک په شکل کې او ۱۳۸۲ د ټليفون د لارې رارسېدلي دي .
د شکايتونو د کميسون وياند محمد نادر محسني يو خبري کانفرنس ته ووئيل چې د يو شمېر شکايتونو پلټنې روانې دي ، او دغه شکايتونه کولی شي چې د ټاکنو په نتيجو اغېزي وکړي .
د ټاکنو د کميسون ترمخه رسمي شکايتونو کې ۳۳۸ د صدارتي کانديدانو ، ۵۳۷ د ولايتي شوراگانو د کانديدانو او ۱۰۱۷ د ټاکنو د کميسون د چارواکو او کارکوؤنکو په اړه دي .
د ټاکنو خپلواک کميسون به د رايو ابتدائي نتيجې د اپريل په ۲۴م نېټه او ختمي نتيجې به د مئ په ۱۴م نېټه اعلانوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG