لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډین جونز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوچ وټاکل شو


د افغانستان کرکټ بورډ وايي د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی ډین جونز یې د کرکټ ملي لوبډلې موقتي روزونکی یا کوچ ګمارلی دی.

کرکټ بورډ وايي ښاغلی جونز به له هانک کانګ سره د افغانستان د را روانو څلور ورځنیو سیالیو پر مهال د "لنډ مهال" لپاره د لوبډلې مشر کوچ وي.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي "دواړه لوري به د هانګ کانګ له سفر وروسته په اوږد مهال تړون غور وکړي". افغانستان دا مهال د ملي لوبډلې په روزونکي پسې ګرځي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل څه موده مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې یو شمېر مشهورو نړیوالو لوبغاړو او روزونکو ورسره تماسونه نیولي دي او افغانستان د یوه ښه روزونکي په لټون کې دی.

د کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې ډین جونز " د خپل هیواد لپاره د لیست ای او فرسټ کلاس لوبو ترڅنګ ۵۲ نړیوالې ټیسټ او ۱۶۴ نړیوالې یوه ورځني لوبې ترسره کړی".

ښاغلي جونز د افغانستان د شپږیزې په سیالیو کې مبصر وو او د کرکټ میدان ته په ورغلي لار له ځانمرګي برید ورسته یې ویلي وو چې له افغانستان څخه وتل او په نیمه کې د شپږیزې سیالیو پرېښودل ناځواني ده.

ښاغلي جونز د پاکستان د اسلام اباد یونایټیټډ لوبډلې روزنکي او د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د توپوهنې د برخې مشاور هم وو. تر ښاغلي جونز مخکي د هند د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی راجپوت د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی و.

د وي او ای اشنا په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG