لاس رسیدونکی لینک

د افغانستان کرکټ لوبډله او د 20 اورونو نړیوال جام


afghan cricket team in zimbabway

اشفاق مومند

دمارچ په میاشت کښې شورو کیدونکي د 20 اورونو نړیوال کپ کښې د افغان ملّي کرکټ لوبډلې (ټیم ) د بریاؤ امکانات زیات شوي دي . د زمبابوی سره ورستیو سیالېو کښې کامیابیو د لوبډلې حوصله (مورال) ډیره لوړه کړې ده. په هند کښې میدان ته د ورټوپ کولو وړاندې دا د افغان ټیم لپاره ډیره لویه کامیابي ده چې د یوه ورځنۍ مقابلو په درجه بندۍ کې د سر لس لوب ډلو په فهرست کښي د افغانستان کرکټ لوبډلې د زمبابوی ډله بهر کړې اوپه آتم لمبر ېی ځان ځایی کړی دی. خو دې ځاېی کښې تر اوږدې مودې پاتې کېدو او پورته تللو لپاره به ورته د زیاتې خوارۍ ضرورت وي.

په کرکټ کښې یو یا دوه لوبغاړو باندې تکیه کول د جوارۍ داؤ لګول وي ځکه د ناروغه کیدو، د فارم نه ناڅاپي وتل، بی وخته اوټ کيده او یا د مخالفه ډلې د کوم یو تکړه بالرسره مخ کیدو په وخت اکثره ټوله ډله د سلو نه په کم رنزونو د اوټ کیدو ښکار کیږي. د کرکټ میدان هم زیات په لوبه کښې رول لري ځني ډلې د تیز پیچ سره آموخته وي لکه اسټریلیا، نیوزی لینډ او افریقه خو بیا ځني لکه د هند او پاکستان یا د نورو آسیایي ډلو ریکارډونه په دغه میدانونو ښه نه دي. د دغي برعکس په آسیایي میدانونو چې پيچ یې تیز نه وي باندې د ځایي ډلو لاس پوخ وي.د افغانستان کرکټ ډلې ته به هم یوازې په محمد شهزاد یا ګلبدین نایب باندي تکیه کول نه وي پکار او ضروري ده چې د دولت ځدران سره تکړه او تیز بالران او د شهزاد سره تکړه بیټسمینان ډله کښې شامل کړې شي.

د افغانستان کرکټ ډله دا وخت د شلو اوورونو په نړیواله درجه بندۍ کښي په نهم لمبر ده. د شلواوورونو په نړیوال کپ چې د مارچ په اتمه نیټه به شورو کیږي په ګروپ بي کښي د افغانستان نه علاوه هانګ کانګ، سکاټ لینډ او زمبابوی ډلې هم دي. د زمبابوې ډله په تازه ماتې سره د افغانستان نه یو څه د فشار لاندې ده. د هانک ګانګ ډله هم د کرکټ په میدان له هغه د خطر وړاندي کولو پوزیشن ته نه ده رسیدلې او هم دغسې د سکاټ لینډ ډلې ته که د آپ سټ موقع ورنه کړی شي نو دافغانستان ګروپ اول یا دویم ګروپ ته د وتلو چانسِز روښانه دي.

محمد شهزاد دا وخت د شلو اورونو په نړیوال درجه بندۍ کښي په اتم او په یو ورځنۍ مقابلو کښي په 42م لمبر دی او دولت زدران د بالرانو په فهرست کښې په اتم لمبر دی. دا دواړه او ورسره که چري محمد نبي او ګلبدین فارم کښې پاتې کیږي نو د نړیوال کپ په مقابلو کښې مخالف ډلو ته سختي پیدا کولې شي بله د مخالفه ډلې د بالرانو کمزورۍ دي هم د مقابلي نه وړاندیې دوئي ته معلومه وي او په کوم بال چې مهارت لرې د هغه بال په سر د رنز کولو پرځايې دې د خپل وکټ د بچ کولو کوشش اوکې. د شلو اوورونو په کرکټ لوبه کښې د آل راونډرانو اهمیت هم د پام نه ویستل نه دي پکار. محمد نبي، رشیدخان او ورسره میرویس اشرف باندې د کار کولو ضرورت دی چې د نړیوال کپ په مقابلو کښې د اوپنرانو او میډل ارډرز نه ورستو په اخیري اورونو کښې په زیات اوسط رنز کول هم په دوئي پورې اړه لري.

د بالنګ برخه کښې د دولت ځدران، امیرحمزه ترڅنګ د یو ښه سپینر ډلې ته د راوستو سره موجود کمې پوره کیدې شي ولې چې د هند په میدانونو د یو ښه سپینر په غیر موجودګۍ کښې د مخالفه ټیم د رنزونو اوسط د قابو لاندي راوستل او د یو اوږد پارټنرشپ د ماتولو کار اسان نه وي. بله دا چې د افغانستان هرلوبغاړي ته به په دې هم ځان خبرول وي چې کوم لوبغاړی په کوم آړخ شارټ وهلو کښې مهارت لري یعني په نورو ټکو کښې د خپل مقابل بیټسمین کمزورۍ په پام کښيې ونیسي او میدان ته د کوزیدو په وخت بیا هم د دغې لپاره فیلډ پلیسنګ په مناسبه توګه وکړي او هغه بال باندي دی قابو راولي په کوم چې یو بیټسمین ته شارټ وهل اسانه وي. لکه ځنی لوبغاړي د باونسر په وهلو کښې ښه وي او ځنی پُل لنګت، ځنی د اوټ سونګ او ځنی د شارټ پیچ د لوبولو زیات ماهر وي.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ډلی مورال هر وخت اوچت وساتل شي او مخالفه ډله کمزورې نه ګڼل یا د دغی لپاره د تیارۍ نه بی غوره کیدل او یا د تکړه ډلی پرضد خواص باخته کیدل هم د بیلات باعث جوړیدی شي. حوصله پرځاېې ساتل او د لوبې میدان ته د ګټي په نیت کوزیدل د منل شوو ډلو د کامیابیو راز ښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG