لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لښکرگاه کې بم چاودنې ١٠ ملکي کسان وژلي


دغه پیښه د اتوار، یکشنبې، په ورځ سحر د نمر خاته نه وړاندې د هلمند د مرکزي ښار لښکرگاه په باباجي برخه رامینځته شوه
دغه پیښه د اتوار، یکشنبې، په ورځ سحر د نمر خاته نه وړاندې د هلمند د مرکزي ښار لښکرگاه په باباجي برخه رامینځته شوه

د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې طالبانو خلاف د کاروايي په مهال د بم چاودیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ١٠ ملکي کسان وژل شو‏ي دي چې زیاتره ماشومان او زنانه وو.

په سمدستي توگه دا نه وه معلومه چې چاودنه د حکومتي ځواکونو د هوایي کاروايي په وجه وشوه او که د وسله والو د جوابي حمله له امله.

دغه پیښه د اتوار، یکشنبې، په ورځ سحر د نمر خاته نه وړاندې د هلمند د مرکزي ښار لښکرگاه په باباجي برخه رامینځته شوه.

په سیمه کې د افغان ځواکونو ترجمان جنرل ولي محمد احمدزۍ ددې خبرې تصدی کړی دی چې په کومه علاقه کې بم چاودنه شوي ده هلته د طالبانو خلاف عملیات روان وو.

ښاغلي احمدي وي او ای ته وویل ملکي کسانو ته د تلافاتو اطلاع يي ترلاسه کړې ده او د تحقیقاتو دپاره یوه ډله جوړه کړې شوي ده.

هلمند د افغانستان د کوکنارو د پیداوار تر ټولو لوې ولایت دی او زیاتره برخې يي د طالبانو د نفوذ د لاندې دي. طالبانو د لښکرگاه په شاو او خوا سیمو کې هم پراته دي او څو واريي د ښار د نیولو کوښښونه کړې دي.

تیره هفته د هلمند والي حیات الله حیات وي او ای ته وویل طالبان د لښکرگاه نه پشا بوتلو دپاره افغان ځواکونو عملیات پیل کړې دي.

تیره میاشت طالبانو د هلمند سنگین ولسوالي د نیولو دعوه وکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG