لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې بم چاودنه، یوه میرمن وژل شوي ٨ کسان زخمیان دي


 مارچ د میاشت په وړمبۍ نیټه په کابل کې شوي د بم چاودنې عکس
مارچ د میاشت په وړمبۍ نیټه په کابل کې شوي د بم چاودنې عکس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په تایمني سیمه کې شوې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل، په دې چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې او اته کسه ټپیان شوي دي.

د ښاغلي صدیقي پر وینا، په دې چاودنه کې یو کاسټر ډوله موټر د چسپکي ماین په مټ په نښه شوی دی.

تر اوسه روښانه نه ده، چې په نښه شوی کاسټر موټر کومې ادارې پورې تړاو لري، خو ښاغلي صدیقي وویل، چې پولیسو په دغه موټر کې د روشن مخابراتي شرکت د پیژند کارټونه ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نشراتو رئيس محمد اسمعیل کاؤسي امریکا غږ ته وویل، چې تر اوسه د پیښې له ځای څخه روغتونونو ته څلور ټپيان لیږدول شوي دي.

د ښاغلي کاؤسي پر وینا د لارې بندیدو د ټپيانو د لیږدولو په بهیر کې خنډ رامنځ ته کړی دی.

د چاودنې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

یادگیرنه: خبر د وي او ای اشنا په مننه خپرول کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG