لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني مخالفینو ته: راشئ د سولې کاروان سره یوځاي شئ


افغان صدر کابل کې د گل، دوشنبې، په ورځ د بریا ورځې دستورې ته وینا کوله چې افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد یا روسي ځواکونو د انخلا په مناسبت نمانځلی کیږي
افغان صدر کابل کې د گل، دوشنبې، په ورځ د بریا ورځې دستورې ته وینا کوله چې افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد یا روسي ځواکونو د انخلا په مناسبت نمانځلی کیږي

د افغانستان صدر محمد اشرف غني د طالبانو په شمول په د هیواد په نورو مسلح مخالفو ډلو غږ کړی چې جنگ نه دې لاس په سر شي او سولي ته دې غاړه کښیدي.

افغان صدر کابل کې د گل، دوشنبې، په ورځ د بریا ورځې دستورې ته وینا کوله چې افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد یا روسي ځواکونو د انخلا په مناسبت نمانځلی کیږي.

صدر اشرف غني د بریا د ورځې په مناسبت قام ته مبارکي ورکړه. هغه وویل هغه ډلې او گوندونه چې په زور په افغانانو خپل نظریات ورتپل غواړي، په غلطه دي. هغه په هیواد والو نه غوښتنه وکړه چې قامي اتحاد دې قائم کړي.

افغان صدر په خصوصي توگه طالبانو، د پخواني وزیراعظم گلبدین حکمتیار حزب اسلامي او په نورو مسلح ډلو غږ وکړو چې سولي ته دې اماده شي.

په عین حال کې د پاکستان کې د افغانستان نوي سفیر عمر زاخیل وال وائس اف امریکا سره مرکه کې وویل طالبانو سره په مستقیم ډول مذاکراتو د شورو کیدو په اړه خوشبینه دی.

هغه امید څرگند کړو د روانې میاشت د ختمیدو نه وړاندې به دغه مذاکرات بغیر د څه شرائطو پیل شي. په دې اړه ښاغلي زاخیل وال د پاکستان د کردار ستائنه وکړه.

د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د نیغ په نیغه مذاکراتو وړمبی دور د پاکستان په کوښښونو تیر کال د جولائي په میاشت کې په مري ښار کی شوی وو. خو دغه بهیر طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مرگ د خبر رامنځته کیدو ورسته وځنډیدو.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په ممکنه توگه کیدونکو خبرو اترو دپاره چوکاټ په اسلام آباد کې د امریکا، چین، پاکستان او افغان استازو په یوه غونډه کې تیره میاشت برابر کړی دی.

د برایا د ورځې دستورې ته د صدر اشرف غني د وینا نور تفصیل کابل نه د حق مل روان په رپورټ کې اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG