لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې امریکايي پوهنتون بیا خپل فعالیت پیل کړ


د امریکن یونیورسټۍ وداني
د امریکن یونیورسټۍ وداني

دافغانستان په پلازمینې کابل کې دامریکايي پوهنتون دوه تنه استادان چې داګست په اومه نیټه د ناڅرګندو وسله والو کسان لخوا دتښتولوپه غبرګون کې تړل شوی و د چهار شنبې په ورځ یې بیرته خپل فعالیت پیل کړ.

د امریکایي پوهنتون د رسنیو د اړیکو مشر شمروزخان مسجدي له ډیوې راډیو سره په خبرو کې وویل ،امریکايي او اسټریلیا پروفیسرانو له تښتول کیدو وروسته چې ددې پوهنتون چارې ددو ورځو لپاره ځنډول شوې وې ، نن يې د فعالیت او تدریس چارې دمحصلانو پروړاندې بیا پیل شوې.

شمروز خان وویل "دافغانستان امریکایي پوهنتون دوه تنه استادان د یکشنبې په شپه داګست په اومه نیټه دنامعلومو او مسلح کسانو لخوا تر تښتونې وروسته دپوهنتون لوړ پوړیو مسولینو لخوا دبیړنۍ غونډې دپریکړې له مخې دهغې ګړۍ نه دسه شنبې ورځې پورې پوهنتون وتړل شو، خوشبختانه نن چهارشنبه داګست په لسمه امریکايي پوهنتون بیرته پرانیستل شو."

د پوهنتون د رسنیو چارو مشر زیاته کړه ،که څه هم افغان امنیتي چارواکو دنامعلو کسانوله منګلو څخه دامریکايي او اسټرلیايي پروفیسرانود راخلاصولو ډاډ ورکړی ، خو تر دې دمه یې په پیداکولو نه دي بریالي شوي.

مسجدي وړاندې زیاته کړه " د دولت ارګانونو مونږ ته پوره ډاډ راکړی چې دوی به په پوره توان سره هڅه وکړي ترڅو دغه استادان بیرته راوګرځوي تراوس مونږ ورته منتظر یو. زمونږ د استادانو مربوطه سفارتونه هم ټول په ګډه سره کار کوي او امید لرو چې ډیر ژربه زمونږ استادان روغ رمټ خپلو کورنیو او پوهنتون ته راستانه شي."

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نجیب دانش وايي، له پیښې وروسته یې دکابل او اړوندو سیمو کې پلټنې پیل کړي او اوس هم روانې دي.

دانش وویل " له پیښې وروسته مو څیړنه پیل کړې ده ،سیمې موته مو دتحقیق ډله ولیږله ،د کابل او شاوخوا سیمو کې مو هڅې پیل کړي او اوس هم تحقیقات روان دي اوکله چې مو معلومات ترلاسه کړل له رسنیو سره به یې شریکوو."

ددې پوهنتون دوه استادان چې یو د امریکا او بل یې د اسټرلیا اوسیدونکي دي ، دکابل ښار د دارالامان په سړک د سناتوریم په سیمه کې د دوشنبې په شپه شاوخوا ۸ بجې د ناڅرګندو وسله والو لخوا تښتول شوي و.

تر دې دمه دامریکايي پوهنتون د دو تنو استادانو د تښتولو مسولیت چا پرغاړه نه دی اخیستي ، خوپه افغانستان کې دبهرنیو اتباعو تښتونه زیاتره مالي او سیاسي انګیزه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG