لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سیمه کې خبره د رابطو کوي خو سرحد يي تړلی دی

ښاغلي زاخیلوال په اسلام آباد کې د ايي سي په غونډه کې د افغان صدر اشرف غني د خصوصي استازي په توگه شرکت کولو او غونډې ته وویل "د تیرو دوو هفتو راهسې (د افغانستان پاکستان سرحدونه) تړل شوي دي چې عامو خلکو ته يي بې کچه مشکلات پیدا کړې دي او ددواړو خواو تجاراتو ته يي زیان رسولی دی."

په اسلام آباد کې د سیمه ایزو هیوادونو د اقتصادي همکارۍ تنظیم ايي سي او د غونډې په موقع په پاکستان کې د افغانستان سفیرحضرت عمر زاخیلوال وویل د تنظیم مقصد په سیمه کې د تجارت او د خلکو ازاد تگ راتگ دی خو تړل شوي سرحدونه ددې اهدافو ردونه کوي.

افغان سفیر په پاکستان غږ وکړو چې د افغانستان سره د تیرو دو هفتو راهسې تړلي پوله دې پرانځي.

ښاغلي زاخیلوال په اسلام آباد کې د ايي سي په غونډه کې د افغان صدر اشرف غني د خصوصي استازي په توگه شرکت کولو او غونډې ته وویل "د تیرو دوو هفتو راهسې (د افغانستان پاکستان سرحدونه) تړل شوي دي چې عامو خلکو ته يي بې کچه مشکلات پیدا کړې دي او ددواړو خواو تجاراتو ته يي زیان رسولی دی."

"مونږ د سیمه ایزې رابطو دپاره نشو را ولاړیدی که چرې مونږ د تجارت، ټرانزټ او د خلکو حرکت ته خنډان ودروو،" ښاغلي زاخیلوال وویل.

د اکنامک کواپریشن ارکنایزیشن یا ايي سي او په هم د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ تنظیم د افغانستان او پاکستان نه علاوه ایران، ترکي، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمستان، ازربایئجان او قزاقستان غړي هیوادونه دي.

د ایي سي او غونډه د چارشنبې، شورو، په ورځ په اسلام اباد کې وشوه چې پکې د افغانستان نه علاوه د نورو هیوادونو د سر مشرانو د پاکستاني وزیراعظم نوازشریف ترڅنگ برخه واخیسته.

افغان صدر اشرف غني په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورستي تاو تریخوالي په ترڅ کې د ايي سي او په غونډه کې د گډون څخه ډډه وکړه. هم دغه رنگ پاکستاني مامورینو ویلي وو چې افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني په غونډه کې د خپل شرکت تصدیق کړی دی خو هغه ترې ډډه وکړه.

په هیواد کې د ترهگرۍ ورستیو پیښو نه پس پاکستان په یکطرفه ډول افغانستان سره خپله پولې وتړله. د پاکستان وینا وه ددغه حملو منصوبه سازي په افغانستان کې شوي وه. افغانستان دغه خبره رد کړې ده.

افغان مامورین وايي د حکومت مسلح وسله وال په پاکستان کې پناه ځایونه لري او د هلته نه په افغانستان کې حملې کوي.

د پاکستان فوج ترجمان میجر جنرل آصف غفو‏ر د نهې، سه شنبې، په ورځ په افغانستان غږ وکړو چې د سرحد په خپل لورې دي د امنیت انتظامات سخت کړي چې دا رنگ د هغه په وینا ترهگر د افغانستان څخه پاکستان ته نه راوړي. هغه وویل افغانستان سره د پاکستان سرحد د نامعلومه وخت دپاره نه دی تړل شوی.

جنرل غفور وویل پاکستان او افغانستان ته پکار دي چې د خبرو اترو دلارې داسې نظام پرځای کړي چې د ترهگرو د پولې پورې راپورې حرکت مخه ونیسي.

که د پاکستاني فوج ترجمان په پوله د ترهگرو د تگ را تگ په مسله خبره کوله خو افغان سفیر په سرحد د تجارت او عام ولس د حرکت په حق کې غږ پورته کړو. "د نن ورځې د غونډې په جذبه کې به...دا ډیر صحیح پیغام وي که چرې د دواړو روڼو هیوادونو، پاکستان او افغانستان، ترمنځ د رسمي تجارت او د ټرانزټ لارو د پرانستلو امر وشي،" ښاغلي زاخیلوال وویل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG