لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي د پاکستان د یو اړخیزه سرحد د تړلو شخړه به ډبلیو ټي او ته وړي


 پاکستان په هیواد کې ددننه د ترهگرۍ د یو شمیر خونړیو پیښو ورسته افغانستان سره خپله پوله وتړله. پاکستان وايي په ځینې پیښو کې ککړ وسله وال د افغانستان څخه راغلي وو افغان مامورین دا خبره ردوي او وايي د افغانستان د حکومت مخالف وسله وال په پاکستان کې پناه ځایونه لري
پاکستان په هیواد کې ددننه د ترهگرۍ د یو شمیر خونړیو پیښو ورسته افغانستان سره خپله پوله وتړله. پاکستان وايي په ځینې پیښو کې ککړ وسله وال د افغانستان څخه راغلي وو افغان مامورین دا خبره ردوي او وايي د افغانستان د حکومت مخالف وسله وال په پاکستان کې پناه ځایونه لري

د افغانستان د تجارت او د صنعتونو د وزارتونو چارواکو ویلي د پاکستان د افغانستان سره د خپل سرحد په یکطرفه توگه د تړلو مسله به د تجارت نړي والې ادارې ډبلیو ټي او ته وړي ځکه چې د پاکستان د فیصلې نه د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت ته په لویه پیمانه زیان رسیږي.

بلخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طورخم د بندې دروازې دواړو خواو ته د سرحد د بندیدو خلاف احتجاجونه شوي دي.

په کابل کې د صنعتونو او د تجارت د وزارت یو چارواکې محمد قربان حق جو خبریالانو ته وویل افغان مامورینو د پاکستان خلاف ډبلیو ټي او ته د دستاویز په تیارولو باندې کار شورع کړی دی.

ورلډ ټریډ ارگنایزیشن یا ډبلیو ټي او یوه نړي واله اداره ده چې د غړي هیوادونو ترمنځ د تجارت او د تجارتي لوظنامو څارنه کوي او د تجارتي شخړو د هوارولو بندوبست کوي.

تاجران وايي د پاکستان لخوا د پولې د بندیدو په نتیجه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت ته هره ورځ د میلینونو روپې نقصان کیږي. د پاکستان او افغانستان ایوان صنعت او تجارت نایب مشر خان جان الکوزۍ وی او ای ډیوه ته تیره هفته ویلي وو د پاک افغان پولې د بندیدو په نتیجه کې دواړو د هیوادونو هره ورځ درې میلینه ډالر نقصان کیږي.

پاکستان په هیواد کې ددننه د ترهگرۍ د یو شمیر خونړیو پیښو ورسته افغانستان سره خپله پوله وتړله. پاکستان وايي په ځینې پیښو کې ککړ وسله وال د افغانستان څخه راغلي وو افغان مامورین دا خبره ردوي او وايي د افغانستان د حکومت مخالف وسله وال په پاکستان کې پناه ځایونه لري.

د پولې د بندیدو په نتیجه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د خلکو د تگ راتگ په ټپه ولاړ دی او گڼ شمیر خلک چې قانوني سفري دستاویزات هم لري په پوله ایصار شوي دي.

د پاکستان په غاړه په طورخم کې ایصار افغانانو احتجاج وکړو او وايي د سفر قانوني اسناد لري خو افغانستان ته د تگ اجازت ورته نه ورکړی کیږی او د مشکلاتو سره مخامخ دي.

د افغانستان د میدان وردگ ولسوالۍ صدیق الله په طورخم کې د وي او ای ډیوه خبریال ابراهیم شنواري ته وویل د تیرو لسو ورځو راهسې په پاکستان کې ایصار دي او د زیاتي استوگنې دپاره ورسره پیسې نشته. "دلته مې ځای نشته کله یو خوا غره ته لاړو شو کله بلخوا...شپه ورځ کې یو یا دوه وار وچه ډوډۍ وخورو،" صدیق الله وویل.

د طورخم د افغانستان په غاړه گڼ شمیر افغانانو د پاکستان د پولې د تړلو او د پاکستان لخوا د افغانستان په خاوره د راکټو د ویشتلو خلاف احتجاج وکړو او د پاکستان پرضد يي نعرې پورته کړې. په دغه پرامنه احتجاج کې د کابل او افغانستان د مختلفو برخو نه راغلو هغه معزوره تنانو برخه واخیسته چې د افغانستان په مختلفو جنگونو کې په بدني توگه د معزورۍ ښکار شوي دي. د افغانستان د معیوبینو د ټولنې مشر مرزا احمد سلیمانخیل وویل دوي به په جلال اباد کې ملگرو ملتونو ته یو احتجاجي یاداشت هم ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG