لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د داعش وسله وال پاکستاني اسناد لري، حنیف اتمر وايي


حنیف اتمر
حنیف اتمر

د افغانستان د قامي سلامتیه صلاحکار حنیف اتمر ویلي په افغانستان کې جنگیدونکې دداعش وسله وال د پاکستان څخه راځي او داسې اسناد لري چې د پاکستاني شهریت تصدیق يي کوي.

د شورو، چارشنبې، په ورځ په جلال اباد کې خبریالانو سره په خبرو اترو کې حنیف اتمر د کوم هیواد د نوم اخیستلو بغیر وویل داسې معلومات لري چې ښايي په افغانستان کې د داعش وسله وال د خارج نه مالي او نور کومک ترلاسه کوي.

"مونږ ته معلومه ده چې دوي کوم ځايي تربیه ترلاسه کوي، څوک ورته وسله ورکوي، څوک ورته پیسې ورکوي او څوک يي ملاتړ کوي،" اتمر وویل.

حنیف اتمر وویل په افغانستان کې د داعش د وسله والو اکثریت د پاکستان سره تعلق لري چې د پاکستاني شهریت اسناد هم لري. د داعش په صفونو کې د پاکستانیانو ترڅنگ د مرکزي ایشیا او د منځني ختځیځ وسله وال هم دي، هغه زیاته کړه.

حنیف اتمر وویل افغان امنیتي ځواکونو دا هفته دداعش درې داسې وسله وال ونیول چې مشري يي د تاجکستان یو تن کوله. هغه وویل د تفتیش په مهال نیول شوو وسله والو خارج د تربيي او د ملاتړ د ترلاسه کولو تصدیق وکړو.

په تیرو څو ورځو کې د افغانستان په ختیځ ننگرهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ نښتې شوي دي. امنیتي ځواکونو ددې هفتې په جگړه د ١٣٥ نه زیات د داعش د وسله والو د وژل کیدو دعوه کړې ده. مامورینو ویلي جگړه کې ١٢ عسکر هم وژل شوې دي.

اتمر دا خبره بیا تکرار کړه چې وسله وال په پاکستان کې د موجودو پناه ځایونو نه په افغانستان کې عملیات ترسره کوي. افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وايي پاکستان د افغان طالبانو کومک کوي او طالب مشرانو ته يي په خپله خاوره پناه ورکړې ده خو اوس په پاکستان دداعش د ملاتړ دعوه هم کوي.

حنیف اتمر داعش خلاف د افغان ځواکونو د کامیابیو خبره هم وکړه. هغه وویل وړاندې په هیواد کې د داعش د وسله والو شمیره په زرگونو کې وه خو دا شمیره سلگونو ته کمه شوي ده. هغه وویل دداعش زیاتره وسله وال یا خو وژل شوي او یا تښتیدلې دي.

پاکستاني مامورینو داعش سره د پاکستان د ملاتړ الزامات رد کړل او وې ویل د حنیف اتمر په څرگندونو د رسمي جواب نه وړاندې به د هغه د خبرو کره مطالعه کوي.

یادگیرنه: عائشه تنظیم په اسلام اباد کې د وي او ای او ای بیورو چیف ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG