لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالصمد خان اڅکزی  (١٩٠٧- ١٩٧٣ )  


نن د دسمبر په دویمه د نوموړي پښتون سیاسي ملت پال مشر عبدالصمد خان اڅکزي ۴۴ تلين لمانځل کیږي.

نوموړي په خپل ژوند کې د سیاسي مبارزې تر څنگ د پښتو ادب او صحافت په میدانونو کې هم گټور زیارونه کړي وو.

د هغه د تلين په موقع نن په کوټه کې یوې دستورې ته په وینا کې د هغه ځوي او د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي اوویل د خان شهيد مبارزه د هیرولو نه ده.

عبدالصمد خان اڅکزي د پښتونخوا ملي عوامي گوند بنیاد اېښودی ؤ. هغه د خپل ژوند نیمه برخه د انگرېزانو او بیا د پاکستان په زندانونو کې تېره کړې وه.

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي گوند غونډې ته د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم ليگ نون ډلې مشر نواز شریف هم وینا وکړه.

پي مېپ لندن نومې فېس بک پاڼې خبر ورکړی دی نن د نوموړي د تلين یوه دستوره د برتانيه، د لوېديځ لندن په ساوت هال سيمه کې نمانځل کیږي .

نوموړي په ۱۹۳۸ کال کې په پښتو او اردو ژبو کې د استقلال په نوم یو اخبار چاپ او خپور کړو. په دغه اخبار کې نوموړي په خپله هم ليکنې کولې، په ۱۹۵۰ کال کې د پاکستان حکومت اسقلال بند کړو او عبدالصمد خان اڅکزی زندان ته ولېږل شو.

د هغه په ليکل شوي اثارو کې صمد الغات، زما ژوند او پښتو ژبه ليکدود نه علاوه د شیخ سعدي د مشهور کتاب گلستان پښتو ژبې ته ژباړه هم شامل ده.

عبدالصمد خان اڅکزی په ١٩٧٣کال کې په دویم دسمبر په کوټه کې په خپل کور کې په یو بمي برید کې وژل شوی ؤ.

نوموړي ته زیاتره پښتانه د احترام په توگه خان شهید هم وايي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG