لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله صدارتي ټاکنو کې حامد کرزي باندې د طرفدارۍ تور لگولی


عبدالله وئيلي ، د ټاکنو عمل د دوهم کانديد (اشرف غني) په گټه تمام کړی شوی ، او خپله صدر حامد کرزی هم په دوهم پړاؤ کې بې پرې نه دی پاتې شوی .
عبدالله وئيلي ، د ټاکنو عمل د دوهم کانديد (اشرف غني) په گټه تمام کړی شوی ، او خپله صدر حامد کرزی هم په دوهم پړاؤ کې بې پرې نه دی پاتې شوی .

د افغانستان صدارتي کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو په دوهم پړاؤ کې په صدرحامد کرزي د طرفدارۍ تور لگولی ، او وئيلي دي حامد کرزی د بل کانديد په پره ؤ . د افغانستان د صدارتي ټاکنو په دوهم پړاؤ کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمينځ مقابله شوې او د رائيو شمېرنه روانه ده .
ډاکټر عبدالله عبدالله وئيلي د رائيو د شمېرنې عمل دې زر تر زره ودرول شي ، او نوموړي د ټاکنيز کميشنو سره د خپلو اړيکو ځنډولو او د خپلو څارونکو بېرته غوښتو اعلان يې کړی دی .
پخواني خارجه وزير صدارتي کانديد وئيلي چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوي ، د ټاکنو نتيجې نه مني . نوموړي يوې خبرې غونډې ته د وينا په مهال وئيلي ، داسې شواهد ورسره دي چې په ډېرو سيمو کې انتخابي عمل نه دی ترسره شوی ، او صندوقونه ډک شوي دي .
عبدالله عبدالله د ټاکنو د خپلواک کميسون د سيکرټري د سيکرټري ضياالحق امرخېل د دندې ځنډولو ، د اووه ميلينه رائيو اچولو د خبر او اچول شوؤ رائيو د تناسب په اړه مالومات غوښتي دي ، د دې ترڅنگ يې دا هم وئيلي چې د ټاکنو د لمړي پړاؤ پينځه زره کارمندان ولې لرې کړل شوي او د هغوي په ځايي نوي کسان راوستل شوي وو .
صدارتي کانديد تور لگولی چې د ټاکنو عمل د دوهم کانديد (اشرف غني) په گټه تمام کړی شوی ، او خپله صدر حامد کرزی هم په دوهم پړاؤ کې بې پرې نه دی پاتې شوی .
بل لور ته صدر حامدکرزي وئيلي چې بائيلونکی کانديد به نتيجې مني ، او ترسره شوې ټاکنې يې د منلو وړ گرځولي دي . حامد کرزي له دې وړاندې هم وئيلي ؤ چې په ټاکنو کې بې پرې دی .
د افغانستان د مرستو دپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي پلاوي يوناما د صدارتي کانديد عبدالله لخوا د ټاکنو د کميشن څخه د اړيکو ځنډولو د اعلان وروستو غږ کړی ، چې د هېواد د ائين او قانون سره دې د ټاکنو د خپلواک کميسون احترام وشي .
د ملگرو ملتونو د يوناما استازي جان کوبس وئيلي ، د عبدالله دغه گام حيران کن بللی ، او وئيلي يي دي د ټاکنو قانوني بهير دې مخ په وړاندې لاړ شي . نوموړي زياته کړې په دغې لړ کې د دواړو صدارتي کانديدانو سره په تماس کې دي .
بل لورته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وئيلي ، چې د د ټاکنو د ورځې په تړاؤ ورته ۲۵۰۰ شکايتونه شوي دي ، چې پکې ۹۹۱ شکايتونه د ټاکنو د کمیسیون په کارکوونکو، ۵۷۳ د حکومتي مسؤلینو په لاسوهنې، ۶۶۴ پر ډاکټر عبدالله عبدالله او ۵۷۳ په ډاکټر اشرف غني احمدزي شوي دي .
افغانستان کې د تېر خالي په ورځ د صدارتي ټاکنو دوهم پړاؤ ترسره شوی ، او د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی ترمينځ سيالۍ شوې وې .
د راپورونو ترمخه د صدارتي ټاکنو لمړۍ غېر رسمي نتيجې به د جولائي د مياشتې په دوهمه او ختمي نتيجې به د جولائي په ۲۲ اعلانيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG