د سويلي افريقې ای بي ډي ويليئرز د نړيوال کرکټ په تاريخ کې په يو ورځني مېچ کې د تېزو پنځوسو (ففټۍ) رنزونو او سلو(سنچرۍ) رنزونو جوړولو ريکارډ په خپل نوم کړو .
ای بي ډي ويليئرز نن د اتوار په ورځ جوهانسبرگ کې د ويسټ انډيز په ضد د کرکټ نړيوال يو ورځني مېچ کې يواځې په ۳۱ بالونو د اته چوکو او ۱۰ چهکو سره سل رنزونه پوره کړل .
ډي ويليئرز په تېزې سنچرۍ جوړولو د نيوزي لېنډ د لوبغاړي کوری انډرسن هغه ريکارډ مات کړو ، چې تېرکال يې د ويسټ انډيز په ضد يو مېچ کې په ۳۶ بالونو جوړ کړی ؤ.
د انډرسن نه وړاندې د تېزې سنچرۍ جوړولو ريکارډ د پاکستان د ياد لوبغاړي شاهد آفريدي سره ؤ ، او هغه په ۳۷ بالونو سل رنزونه جوړ کړي وو .
د سويلي افريقې ډي ويليئرز په نني مېچ کې د تېزو سلو رنزونو جوړولو سره د يو ورځني نړيوال کرکټ په تاريخ کې د تېزۍ ففټۍ ريکارډ هم په خپل نوم کړو ، نوموړي د درېو چوکو او پينځه چهکو په مدد سره ۵۰ رنزونه جوړ کړي ، او د سري لنکا د سنتهـ جی سوريا د پاکستان په ضد ۱۸ کاله وړاندې جوړ ريکارډ يي مات کړو .
ډي ويليئرز په مجموعي توگه په ۴۴ بالونو د نهه چوکو او ۱۶ چهکو سره ټول ۱۴۹ رنزونه جوړ کړي دي .
د سويلي افريقې او ويسټ انډيز ترمينځ کېدونکي نني مېچ مهمه بله خبره دا ده ، چې سويلي افريقې ـ ويسټ انډيز ته د ۴۴۰ رنزونو هدف ورکړی ، او دا په يو ورځني نړيوال کرکټ کې دوهم لويې هدف دی .