لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 سفارتي کوښښونه روان دي، د اسلام اباد او واشنگټن اړيکې به سمې شي؟


د امرېکې او پاکستان د اړيکو په سخت کړکېچلي وخت کې د واشنگټن په سفر خارجه وزير خواجه آصف کو ښښ کوي چې د خپل هېواد په حقله د نړۍ د شکونو کچه راټيټه کړي.

خو په نیو یارک ښار کې مېشت د وتلي څیړنکار جهانگير خټک خیال دی چې خواجه اصف د پاکستان خلاف د نړۍ شکونه، نشي ختمولې، ښاغلی خټک وايي" ماته ډېره گرانه ښکاري چې د پاکستان خلاف به تنقيد کم شي، زما نه دی خیال چې په یو سفر کې به داسې وشي"

واشنگټن ته د خپل سفر په لومړي پړاؤ کې د پاکستان خارجه وزير خواجه اصف د ترهگرۍ په ضد په جگړه کې د پاکستان کردار په یو داسې وخت کې وستایلو چې د امريکې، افغانستان او هندوستان د اسلام اباد په کردار شکونه لا نور سوا شوي دي-

د جنوبي ایشا لپاره د خپلې نوې تگ لارې د اعلان په وخت د امريکه صدر ډونلډ ټرمپ په پاکستان غږ کړې ؤ چې پاکستان دې په خپله خاوره د افغانانو او امريکه دښمنان روزل بند کړي گني بیا به پښېمانه وي.

د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې هند پاکستان ته ټېررستان ويلي وو.

په واشنگټن کې د امرېکې د خارجه وزير ریک ټېلرسن سره د ليدو کتو ورستو د پاکستان سفارتخانې اوویل چې خواجه اصف ټېلرسن ته ویلي دي هیواد یې د ترهگرۍ خلاف جگړه کې بری موندلی دی .

د سفارت د بیان ترمخه خواجه اصف ریکس ټیلرسن ته ویلي دي د هر ډول وسله والو خلاف بغیر د څه فرق د عملیاتو دلارې پاکستان په هیواد کې د ترهگرۍ په کمولو کې کامیاب شوی دی.

په امريکه کې موجود کالم ليکونکی او څیړنکار ډاکټر تقي وايي د پاکستان دغه دعوا سمه نه ده چې دترهگرو خلاف په جگړه کې ېې تفريق ختم کړی دی. ډاکټر تقي وايي " که د خواجه اصف سره د پاکستان د خارجه تگ لارې واک وې نو د لاهور په انتخاباتو کې به ېې د حافظ سعيد لاره نیولی وې، دويي د حافظ سعيد لاره نه شي نیولې نو د حقانیانو لاره به څه ونيسي"

حافظ سعيد د جماعت الدعوه تنظيم مشر دی او ملگرو ملتونو ترهگر گرځولی دی. حافظ سعيد اوس سیاسي گوند ملي مسلم ليگ جوړ کړی دی

په پاکستان کې په موجود حقاني شبکه تور دی چې په افغانستان کې حملې کوي او دپاکستان په خاوره ېې خوندي ټکانې دي.

هم دا اونۍ د امریکا د دفاع وزیر جیم مېټس ويلي وو پاکستان ته په افغانستان کې د امریکا د سټراتیژۍ د کامیابۍ لپاره یوه ورستۍ موقع ورکوي خو که هڅې يې ناکامه شي نو بیا صدر ټرمپ ټولو گامونو اخیستلو ته تیار دی.

دا گامونه څه کیدلې شي ؟ جیمز مټیس وویل که پاکستان خپله تگ لاره بدله نه کړه نو په سفارتي توگه به پاکستان یواځې کولې شي.

همدا اونۍ د امریکا د گډو ځواکونو د کمیټۍ مشر جنرال جوزف ډنفورډ د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی په حقله ويلي وو چې د ترهگرو ډلو سره اړیکې لري.

د خواجه اصف سره د ملاقات ورسته ریکس ټیلرسن خبریالانو ته وویل پاکستاني وزیر سره یې د افغانستان دپاره د صدر ټرمپ په نوي تگلاره خبرې وکړې.

هغه اوویل امريکه د پاکستان د حکومت د اینده په اړه فکرمنده ده او غواړي چې پاکستان باثباته او پرامنه وي.

ډاکټر تقي وايي د امريکه د پاکستان حکومت ته د استحکام ورکولو مطلب دادی چې هلته واک د پارلیمان سره نه بلکې د پوځ سره دی " استحکام خو دهغه څه کیږي چې کمزروې وي، باید اوس د پاکستان سیاست مداران خپله دوه مخيزي بدله کړي"

خو پاکستان وايي دا وخت ستونزه په پاکستان کې نا بلکې د افغانستان په خاوره وجود لري.

د پاکستان په واشنگټن کې سفارتخانې ويلی دي خواجه اصف ریکس ټیلرسن ته اوویل په افغانستان کې داسې سيمي دي چرته چې د افغان حکومت عملداري نشته دی او وسله وال د هلته نه په پاکستان کې حملې کوي او د حملو سازشونه کوي.

د خواجه اصف واشنگټن ته سفر به د امرېکې او پاکستان په خرابو شوو اړيکو څه فرق پریباسي که نا، جهانگير خټک وايي دواڼه خواو ته کو ښښ کیږي چې اړيکې سمې شي " ددې فوري نتيجې ماته نه ښکاري خو په اختلافونو کې دکمي راوستلو کوښښ ضرور روان دی"

د پاکستان او امريکه تر منځه د اړيکو خرابیدلو دا لومړی ځل نه دی خو په واشنگټن ،کابل او نوي ډلي کې داځل د اسلام اباد په ضد په لهجو کې د ستغوالي سره سره گواښونه هم موجود دي

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG