لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

update

ویره ده پوځ به احسان الله احسان وبخښي

په پېښور ارمي پبلک سکول کې د وژلو شوؤ ماشومانو د میندو پلرونو سره ویره ده چې د پاکستان پوځ به د ١۴٨ ماشومانو قاتلانو ته عامه معافي ورکړي.

د اتم ټولگي د وژلي شوي طالب علم صاحبزاده عمرخان پلار او وکيل فضل خان وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې اوویل د طالبانو د پخواني ویاند او په ارمي پبلک سکول کې د قتلان پړه مننونکي احسان الله احسان په ميډیا باندې یو ډوله کردار سازي روانه ده.

فضل خان په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو لپاره د غږ پورته کولو په وجه اوس یو پیژندل شوې څېره ده. هغه وايي:

احسان الله احسان قام ته په ټي وي داسې ورښکاره کړې شو چې گني هغه یو شاعر، مفکر او دانشور دی او هغه پخوا د غلط فهمۍ ښکار شوې ؤ، او اوس په خپلو کړو پښېمانه دی

" احسان الله احسان قام ته په ټي وي داسې ورښکاره کړې شو چې گني هغه یو شاعر، مفکر او دانشور دی او هغه پخوا د غلط فهمۍ ښکار شوې ؤ، او اوس په خپلو کړو پښېمانه دی"

څو میاشتې د مخه د پاکستان پوځ اوویل چې د ترهگر گرځول شوي تحريک طالبان ویاند احسان الله احسان ورته سلامي شوی دی. د پوځ په دفتر کې د یوشخصي ټي وي جیو سره په خبرو کې هغه په دغه پېښه افسوس کړی ؤ.

د فضل خان په خیال ددې نه دا ثابتیږي چې "دپوځ ادارو هغه ته یا خو معا في ورکړې ده یا د داسې کولو منصوبه جوړه شوې ده".

وکيل فضل خان وايي د قانون ترمخه باید یو نيول شوی تن په اوولس ورځو کې عدالت ته هرو مرو بوتلل شي.

احسان الله احسان اووه میاشتې اوشوې دپوځ سره دی خو نه تر اوسه عدالت ته وړاندې شو او نه یې څه درک معلوم دی.

د فضل خان په خیال په ځای ددې چې اوس د غمجنو میندو پلرونو سره انصاف وشي د دويي څارنه کیږي او ویرول کیږي. فضل خان وايي:

"ځمونږ په ټلیفون خبرې اوریدل کیږي، ځمونږ په تگ راتگ نظر ساتل کیږي"​

د فضل خان دريز دادی چې حکومت یا پوځ د دويي د بچو قاتلانو ته د معافۍ ورکولو حق نه لري:

" دا به د اختیار څخه تجاوز وي، ځمونږ اولادونه د حکومت نوکران نه وو، ځمونږ د حکومت سره څه معاهده نه وه، مونږ به ښه ډېر فیسونه ورکول"

فضل خان د احسان الله احسان په ټي وي د راښکاره کیدلو پس په پېښور سترعدالت کې یو خواست یا پټيشن کړی دی. په دغه خواست کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مشر، د پوځ مشر، وفاقي حکومت اود پښتونخوا حکوت په شمول اته ادارې فريق گرځول شوي دي. فضل خان په خپل خواست کې د عدالت نه عوښتنه کړې ده.

"احسان الله احسان ته دې په پوځي عدالت کې سزا ورکړې شي"

فضل خان په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو لپاره د غږ پورته کولو په وجه اوس یو پیژندل شوې څېره ده
فضل خان په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو لپاره د غږ پورته کولو په وجه اوس یو پیژندل شوې څېره ده

په کال ٢٠١۴م کې د دسمبر په ١٦مه نیټه په پېښور کې په ارمي پبلک سکول په ظاهره د طالبانو په حمله کې ١۴٨ د سکول ماشومان او د عملې ځيني غړي وژل شوي وو. ددغه پېښې ورستو حکومت د تر هگرۍ په ضد دقامي تگ لارې اعلان وکړو او ترهگرو ته د سزاگانو ورکولو لپاره یې د بشري حقونود تنظيمونو او اولسي اعتراضونو باجود پوځي عدالتونه جوړ کړل.

د فضل خان په عدالت کې د خواست جمع کولو اووه میاشتې وشوې خو هغه وايي

"تر اوسه عدالت ته یواځې دا ویل شوي دي چې دغه یوه حساسه معامله ده او پکې لا پلټنې روانې دي"

فضل خان وايي د وژل شوو ماشومانو میندې پلرونه په پوځ او حکومت شکونه ځکه کوي چې تراوسه ورسره شوي لوظونه، نه دي پالل شوي.

"صوبايي حکومت او وفاقي حکومت لوظونه کړي وو چې د وژل شوو ماشومانو په نومونو به سکولونه او یادگارونه جوړوي خو اوس راته وايي شور مه کوئ د ریاست د سلامتۍ مسله ده"

د فضل خان سره په دغه خواست کې د نورو وژل شوو ماشومانو میندې پلرونه هم ملگري دي. د هغه په خیال که څه هم د پاکستان د انصاف تاریخ ښه نه دی خو په دې مسله خاموشه پاتې کیدل د ضمير په ضد د تللو په شان دي, فضل خان وايي:

"د ارمي پبلک سکول د غمجنې پېښې نه پس پوځي چارواکو مونږ ته په بريفينگ کې اوویل دا کار طالبانو کړی دی" هغه وايي:

"ځمونږ بچي خو لاړل ، هغه اوس بیرته نه شي راتللی ، خو چې بیا داسې او نه شي، دا مسله به ژوندۍ ساتل غواړي"

See all News Updates of the Day

ایا افغان طالبان د پاکستان له پوځ سره جګړه کولای شئ؟

په تورخم کې د پاکستان د ملیشته سرتیري په وړاندې د طالبانو یو وسلوال عسکر ولاړ دی.
په تورخم کې د پاکستان د ملیشته سرتیري په وړاندې د طالبانو یو وسلوال عسکر ولاړ دی.

افغان طالبانو په واک باندې له قبضې راهیسې په تېرو دوه نیمو کالو کې په جګړه ځپلي افغانستان کې خپل سخت دریځه نظام رامنځ ته کړی خو لا تر اوسه یې خپل جګړیز ځواک دودیز یا سنتي پوځ ته نه دی اړولی.

امریکا غږ له یو شمېر څېړونکو سره خبرې کړي څوک چې وايي، پخوانی یاغي ځواک اړتیا نه لري چې د داعش څخه د ورپېښو ګواښونو او له ګاونډي پاکستان سره د زیاتېدونکو ستونزو لپاره یو معیاري پوځ باید ولري.

د سټراټیژیکو مطالعاتو لپاره د نړیوال انسټیټیوټ لخوا د نړۍ د پوځونو په یو کلنۍ ارزونه کې راغلي، چې افغان طالبان ۱۵۰۰۰۰ فعال جنګیالي لري.

د طالبانو پوځي مشر قاري فصیح الدین فطرت رویټرز خبري ادرې ته تېر کال ویلي و، چې اداره یې پلان لري خپل ځواک کې نور ۵۰۰۰۰ کسان هم زیات کړي خو هغه د دغه زیاتوالي لپاره کومه نېټه او چوکاټ څرګند نه کړ.

طالبانو واک ته له راتلو وروسته خپله دفاعي بودېجه نه ده اعلان کړې.‌

هغوی خپل دفاعي ځواک د ځانګړو ځواکونو د دریو کنډکونو او اتو قول اردوګانو لاندې تنظیم کړی.

د طالبانو پوخ ډول ډول زرې موټرې، توپونه، درې سپکې الوتکې او ۱۴ هیلې کوپټرې لري چې له امریکا پاتې بلاک هاک هیلې کوپټرې هم پکې شاملې دي او په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له ماتېدو پاتې دي.

طالبان همدارنګه د افغان امنیتي ځواکونو له وخت څخه څو دانې روسۍ برید کونکې هیلې کوپټرې هم لري.

وړتیا او ظرفیت:

که څه هم د امریکا پوځ په افغانستان کې د نېږدې اوه میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل پریښي دي، خو پوهان د ځینو پېچلو پوځي وسایلو په کارولو کې د طالبانو وړتیا محدوده بولي.

د امریکا په سولې انسټیټیوټ کې د اسفندیار میر په نامه یو کارپوه وايي،

"له بهر سره د حفظ مراقبت یا مینټېنېنس او د موادو له قراردادونو پرته چې په اصل کې یې د افغانستان امنیتي ځواکونو سمبالول داسې نه ښکاري چې دوی به په زیاته کچه له دغو وسایلو څخه کار واخیستل شي."

په کوینسي انسټیټیوټ کې د منځني ختیځ د پروګرام مرستیال مشر اډم وینسټین امریکا غږ ته وویل،‌ چې طالبان د خپلو ځواکونو په روزلو کې له ستونزو سره مخ دي کټ مټ هغه ډول چې د افغانستان د ملي‌ دفاع ځواکونه ورسره مخ وو.

وینسټین چې د امریکا پخوانی سمندري سرتیری پاتې شوی او په افغانستان کې یې هم په ۲۰۱۲ کال کې خدمت کړی دی وویل،

"دوی تر ډېره نالوستو کسانو سره کار کوي چې د عسکرۍ بنیادي وړتیاوې باید ورزده کړي."

له پاکستان سره جګړه:

هغه کارپوهان چې امریکا غږ ورسره خبرې کړي په دې موافق دي چې طالبان داسې ځواک نه لري چې د نړۍ یو له لویو اټومي پوځونو سره وجنګېږي بلکه وايي،‌ کابل کولای شي چې د پاکستان پرضد په غیر دودیزو (انکانوینشنل) تکتیکونکو کې ښکېل شي.‌

وینسټین وايي، "دوی کېدای شي د ټي ټي پي په کنټرول کې لږ څه وکړي او یا ښايي ټي ټي پي ته خلاص لاس ورکړي چې په پاکستان کې لا ستر بریدونه ترسره کړي."

هغه زیاته کړه،‌ طالبان ټي ټي پي ته "د پاکستان د دولت پرضد د بغاوت د پالیسۍ په سترګه ګوري."

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ فشارونه زیات شوي، سمېت وايي،‌ کابل همدارنګه کولای شي چې په مهمو سیمیزو پروژو کې هم خنډ شي.

د بیلګې په توګه له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږل او تجارتي پروژه ده چې د کاسا زر په نامه یادېږي.

د دغې پروژې له لیارې به له مرکزي اسیا څخه د افغانستان له لیارې د انرژۍ تږي هېواد پاکستان ته برېښنا ورسېږي.

پوهان دا هم وايي، چې افغان طالبان همدارنګه کولای شي چې د پاکستان او د مرکزي اسیا ترمنځ په ځمکنۍ لاره کې هم خنډ جوړ کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت یو پلاوي په دې اونۍ کې له افغان سیالانو سره په کابل کې په داسې حال کې لیدلي چې دوه اړخیزه سوداګري د سرحدي لارو د بندېدو او ستونزو له امله کمه شوې ده.

پوهان دا مني چې که څه هم له ګاونډیانو سره د افغان طالبانو دودیزه جګړې چانس ډېر کم ښکاري خو دا خبرداری هم ورکوي چې په افغانستان کې واکمن طالبان یو غیر متوازن جګړیز ځواک لري چې ځان وژونکي یا فدایان هم لري او د سیمې پر خلکو هم غږ کولای شي چې له خپلو وسلو سره جګړې ته راووځي.

په عدالتي چارو کې د ای ایس ای د "لاسوهنې" د تورونو خط: سپریم کورټ د ټولو ججانو غونډه را بللې

د اسلام اباد هایکورټ د شپږو قاضیانو له خوا د هېواد سپریم جوډیشل کونسل ته په خپلو چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې په اړه د لیکل شوي خط د ارزونې لپاره د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسی د ټولو ججانو ځانګړې غونډه را غوښتې ده.

د پاکستان پر استخباراتي ادارو تر دې مخکې هم په عدالتي چارو کې د لاسوهنې تورونه لګېدلي خو دغو ادارو دا تورونه رد کړي، مګر د دې شپږو ججانو د تازه خط په اړه تر اوسه نه پوځ، نه استخباراتي‌ ادارو او نه مرکزي‌ حکومت کوم غبرګون ښکاره کړی دی.

د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسی د شورو- چارشنبې په ورځ له اټارني جنرل یا سرکاري وکیل عثمان اعوان سره هم لیدلي او له هغه وروسته یې نن د مازدیګر پر څلور بجې د ملک د ستر عدالت د ټولو قاضیانو «فُل کورټ» د غونډې را بللو پرېکړه کړې ده.

په دې غونډه کې د اسلام اباد هایکورټ د شپږو قاضیانو لیکلی خط‌ ارزول کیږي چې پکې هغوی غوښتنه کړې په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارې ای ایس ایس د استازو د "پرله پسې مداخلت" او پر ججانو د اغېز په اړه دې جوډیشنل کنونشن را وبلل شي.

دا خط شپږو برحاله ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لیکلی او نقلونه د سپریم جوډیشل کونسل ټولو غړو ته استول شوي دي.

په خط کې ویل شوي چې د عدلیې د ازادۍ د باوري کولو لپاره د ادارې په توګه دې معاملې ته غبرګون پکار دی او وايي له عدالتي کنونشن څخه به درک ولګیږي چې د ملک د نورو هایکورټونو قاضیان هم له دې حالت سره مخ دي که نه.

د پاکستان د وکیلانو لوی تنظیم «پاکستان بار کونسل» هم د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د لیکلي خط ملاتړ کړی او خبرداری یې ورکړی چې که د ججانو دا اندېښنې ختمې نه کړای شوې دوی به په ملک کې احتجاجونه وکړي.

په خط کې ویل شوي په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.

شوکت صدیقي په کال 2018م کې د خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی وو او د سپریم کورټ اوسني چیف جسټس د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې رېټاېرډ جج وباله.

که څه هم د پاکستان نورو سیاسي ګوندونو د ججانو د خط په معامله لا څه نه دي ویلي خو پاکستان تحریک انصاف د ججانو په خط په سپریم کورټ کې د اورونې غوښتنه کړې او پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو هم په خپل غبرګون کې په خط کې د قاضیانو اندېښنې پر ځای بللې دي.

د تحریک انصاف سينېر مرستیال مشر سردار لطيف کهوسه وایي، دا ډېره سنګينه معامله ده:

"زموږ پارټي هم غواړي په دې اړه دې يو طاقتور جوډيشل کمېشن کښېني چې وګوري اسټبلشمنټ ېا اېګزګټيو څنګه يوه اييني اداره د ځان تابع کولی شي، او هغه هم په داسې حال کې چې اسټېبلشمنټ د عوامو د بنيادي حقونو د تحفظ او د ایين د پاسدارۍ حلف اخیستی دی".

صحافيانو سره خبرو کې د پاکستان سرکاري وکیل یا اټارني جنرل هم د ججانو د خط لیکل يوه سنجیده معامله ګڼلې ده او ویلي یې دي ددې پلټنې کول پکار دي.

خط لیکونکو ججانو د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023 او 2024 کې ليکل شوي لیکونه هم شامل کړي او په خپلو چارو کې د هغو مسئلو او ممکنه لاسوهنو یادونه يې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخې ته راغلې دي.

قانون پوهان وايي جوډيشل کونسل اړونده اداره نه ده او باید دغو شپږو ججانو په دې اړه خپله ګام اخیستی وای.

د سپريم کورټ وکيل ذوالفقار احمد بوټه وایي د ايين 204مه ماده د توهين عدالت په اړه ده، که يو تن په عدالتي چارو کې مداخله کوي څنګه چې دغو ججانو په خپل خط کې ښکاره کړې چې په هغوي فشار اچول شوی دی:

"که د ارټيکل 204 لاندې هغه افسر ته نوټس وکړي او ځواب ترې وغوښتل شي نو هغه ته سزا هم کېدی شي او که افسر ته د 204 مادې لاندې د دوو ورځو سزا هم وشوه نو ملازمت یې ختمېدی شي او زما په اند د ججانو د دغه ليک قانوني حېثيت مشکوک دی".

په خط کې لیکلي چې په عدلیه کې د استخباراتي ادارو د ممکنه مداخلت په اړه د جسټس رېټاېرډ شوکت عزیز صديقي د تورونو حمایت کوي. په خط کې غوښتنه شوې چې د جسټس صدیقي د تورونو په اړه تحقیقات دې وشي.

د عدالتي چارو څېړونکي وايي پکار ده چې د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د الزاماتو تحقیقات وشي.

د عدالتي چارو خبرياله مريم نواز خان وایي، "که پلټنې نه کېږي نو ددې له کبله به زموږ سياسي نظام او د خفيه اېجنسيانو کردار مشکوک پاتې کېږي او د عدالتي فېصلو به څه حېثيت نه وي، د نړۍ په عدالتي درجه بندۍ کې زموږ عدالتونه له مخکې څخه په لاندينۍ درجه ولاړ دي".

ورلډ جسٹس پروجکټ د کال 2021 په خپل رپورټ د قانون د عملدارۍ په نړيوال فهرست کې پاکستان د 139 هېوادونو په قطار کي په 130 شمېره ودرولی وو.

یادونه:- په رپوټ کې زیات معلومات د وي او اې ډیوه خبریال ارشد حسېن شریک کړي دي.

پاکستان: د چينايي دوستانو، حساسو ځايونو او ملکي خلکو د ساتنې دپاره به ټول اقدمات کیږي

په ځانمرګي بريد کې د چينايي وګړو د وژل کېدو وروسته د پاکستان د وزيراعظم صدر شهباز شريف په مشرۍ د امنيت دپاره غونډه کې ويل شوي، "د ‏چينايي دوستانو، په ملک کې حساسو ځايونو او ملکي خلکو د ساتنو دپاره به ټول اقدامات کیږي".‏

د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې د پوځ مشر جنرل عاصم منير او نورو لوړ پوړ چارواکو ګډون کړی دی.‏

ياده غونډه په داسې وخت کې شوې چې د مارچ په 26مه د شانګلې په بشام سيمه کې د چينايي انجينېرانو په يو ګاډي ځانمرګی بريد شوی، داسو ډېم پله ‏تلونکي پينځه چينايان او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.‏

د پېښې وروسته پاکستان کې د چین سفارتخانې دغه پېښه د افسوس وړ بللې او د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د پېښې هر اړخیزه پلټنې ‏وکړي په دې کې ککړ کسان دې د انصاف محکمې ته راکش کړی شي.‏

چين ویلي، پاکستاني چارواکي باید د چین د وګړو حفاظت لپاره موثره او عملي ګامونه پورته کړي.‏

د برید وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین سفارتخانې ته ورغلی او د چین سفیر سره یې په دې پېښه خواخوږي ښودلې ده، وزیراعظم د چین ‏سفیر ته باور ورکړی چې د پېښې په پلټنو کولو سره به په دې پېښه کې ککړو کسانو او د هغوي کومک کوونکو ته عبرتناکه سزا ورکول کیږي.‏

نن په اسلام اباد کې د وزيراعظم په مشرۍ د امنيت د غونډې وروسته د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ په خبري کانفرنس کې وويل، د امنیت په غونډه کې وويل ‏شو چې د بشام د پېښې د پلټنو دپاره به ګډه کمېټي جوړول کيږي. ‏

هغه وویل، دښمن د پاکستان او چين دوستۍ ته تاوان اړول غواړي، خو پوځ او امنيتي ادارې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې بوختې دي، د دښمن سازش به ‏ناکامه کولی شي.‏

هغه زياته کړه، په غونډه کې وويل شو چې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره يوه کلکه تګلاره جوړولی شي، پاکستان په خپله دفاع کولو پوهيږي او کوي به یې.‏

د پاکستان حکومتي او‎ ‎غېر حکومتي ادارې وايي، په هېواد کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي او ترهګرۍ خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې زیاتې ‏ځپلې دي.‏

څیړونکي وايي، څو پورې ریاست د ترهګرۍ په ضد واضحه تګلاره نه وي جوړه کړې ترهګري به نوره هم زیاتېږي.‏

پاکستان انسټيټیوټ فار پيس اینډ سیکورټي سټدیز مشر عبدالله خان وايي، کوم حالات چې روان دي نو ښکاره ده چې ترهګري به نوره هم زیاتیږي، مثال ‏یې دا دی چې کال ‏‎2023‎م دسمبر په مقابله د کال ‏‎2024‎م لومړۍ میاشت کې پاکستان کې ترهګري څلور فیصدي زیاته شوې ده او ویره ده چې دا به نور هم ‏زیات شي.‏

د نوموړي په خبره، که دې ځلې ریاست د تحریک طالبان سره څه قسمه مذاکرات هم وکړي نو دا به د امن ضمانت په دې نه وي چې تحریک طالبان کې هم ‏ډلې پیدا شوې دي او بلوچستان کې هم ځينې تنظیمونه ترهګرو کړنو کې لاس لري.‏

د پاکستان کورنيو چارو وزارت سېنېټ ته ويلي، چې د کال ‏‎2022‎م د مې نه تر کال 2023م اګست میاشت پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ ‏‎1500‎‏ نه زیاتې ‏پیښې شوې وې او په دې کې زیاتره امنیتي ادارې په نخښه شوې وې.‏

‏(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال اورنګزېب خان شريک کړي دي)‏

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د سکرو کانونو کې د خواريکښو په بد حال اندېښنه څرګنده کړې

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ آر سي پي) د هیواد درنګونو يا کانونو کې د کارکوونکو مزدورانو په حالت اندیښنه ښودلې ده. اېچ آر سي پي ویلي ‏چې د نیمې نه زیات درنګونه غېرقانوني دي او دغلته د مزدورانو حقونه تر پښو لاندې کیږي. ‏

تېر کال اکتوبر کې د خېبر ضلعې دره سیمې د سکرو درنګ کې درې کارکوونکي د درنګ د راغوځیدو له امله مړه شوي وو. ددغه پیښې د پلټنو د پاره د ‏پاکستان د بشري حقونو کمیشن درې کسیزه ډله دسمبر کې سیمې ته ورغلې وه او اوس یې درنګونو کې د مزدورانو د کار حالات، د دوی د مړینو او ژوبل ‏کیدو عوامل او داسې ورته موضوعاتو یو تفصیلي رپوټ خپور کړی دی.‏

ایچ آر سي پي په رپورټ کې ويلي، دغلته درنګونو کې د مړینې شرحه یو په څلور سېوا ده خو زیاتره پیښې پټې پاتې شي.‏

د پاکستان د بشري حقونو د تنظیم مرستیال چیرمین اکبر خان په خبره، د لومړۍ جنورۍ نه واخله تر ‏‎17‎مې جنورۍ پورې اووه کسان مړه شوي، دا د کال په ‏سر خواوشا ‏‎84‎‏ ته رسي او دا غټه شمېره ده.‏

اکبر خان زیاتوي حکومتي ادارو سره یادې سیمې کې څه د پاسه ‏‎400‎‏ درنګونه رجسټر دي چې تر یو حده پکې د قانون خیال ساتلی شي. خو د ‏‎600‎‏ نه سیوا ‏نورو وړو او لویو درنګونو کې مزدوران سکاره راوباسي خو د هغوي د حفاظت هیڅ انتظام نیشته او د قانون نه هم نه دي خبر. ‏

د خېبر پښتونخوا شانګلې، دیر، سوات او بونیر ضلعو ځوانان د هیواد بیلا بیلو درنګونو کې په مزدورۍ بوخت دي، خو د ایچ آر سي پي رپوټ تر مخې ‏حکومتي ادارو سره د درنګونو او دغلته د کارکونکو کره شمیرې نه شته. ‏

قانون پوهان وایي د درنګونو د مزدورانو د تحفظ او د دوي د ښېګړې لپاره ‏‎2019‎م کې په صوبايي سطحه قانون سازي شوې ده خو په هغې صحیح عمل نه ‏کیږي

قانون پوه اعجاز مومند ایډوکیټ وايي، قانون جوړ شوی خو عمل به پرې څوک کوي.‏ د نوموړي په خبره، اړونده محکمې، ليز لرونکی او د کان مالک ټول يو بل سره ملګري دي ظلم پکې په مزدورانو کيږي:

"اوس دغه قانون باندې به عمل درآمد به د کوم ډیپارټمنټ په ذریعه باندې کیږي. هغه کیږي د لیبر ډیپارټمنټ په ذریعه. هغه وویل، د قانون تر مخه د درنګ مالک یا ټیکه دار به مزدورانو ته درنګ ته د ننوتو د پاره خصوصي لباس ورکوي:

"درنګ سره خوا کې به د ابتدایي طبي ‏امداد اسانتیاوې موجودې وي. د مزدور عمر به د اتلسو کالو نه کم نه وي. او د مزدور او مالک تر مینځه به لیکلې د کار تړون شوی وي. خو اکثرو ځایونو ‏کې ددغه قوانینو سرغړونه کیږي".‏

په دې اړه وایس آف امریکا ډیوه د اطلاعاتو صوبایي مشیر سره د بیا بیا رابطې کوشش وکړو چې حکومت د درنګونو کارکونکو د ښېګړې لپاره د کومو ‏ګامونو پورته کولو اراده لري. خو د بده مرغه دې کې بریالي نه شو. ‏

خو د روانې میاشتې په ‏‎11‎مه نیټه وزیر اعلا علي امین ګڼډاپور یوې سرکاري غونډې کې د معدنیاتو اعلا افسرانو ته لارښوونه کړې وه، چې د نوو ‏درنګونو ټیکې ورکول دې بند کړي او د زړو ټیکو ټول تفصیل دې د وزیر اعلا دفتر کې جمع کړی شي. وزیر اعلا دغه غونډه کې د معدنیاتو پحقله د نوې ‏پالیسۍ جوړولو امر هم کړی وو.‏

وزيرستاني کډوال: د حکومت په ورکړل کېدونکو مالي مرستو مو ضرورتونه نه پوره کيږي

عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي ایم اې) د شمالي وزیرستان نزدې ‏‎17,000‎‏ بې کوره رجسټرډ کورنیو لپاره 35 کروړه روپۍ ‏مالي مرستې جاري کړې دي، خو کډوال وايي د ګرانۍ له وجې دوی ته ورکول کېدونکې مرستې یې ضرورتونه نه پوره کوي.‏

د پي ډي ایم اې ډايریکټر جنرل قېصر خان له دفتره جاري شوي بیان کې ویل شوي دا د مرستو 114 قسط دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به هرې رجسټرډ ‏کورنۍ ته 20000 روپۍ د موبایل سیم د لارې ترلاسه شي.‏

کډوال وایي په دې ګرانۍ کې دا مرستې د نشت برابر دي او د دوی ضرورتونه نه پوره کوي.‏

په لکي مروت سیمه کې مېشت د شمالي وزیرستان یو کډوال فتح الله وویل دا هغه مرستې دي چې لس کاله وړاندې دوی ته د خپلې سیمې پرېښولو پر ‏مهال جاري کړل شوې دي، اوس د څيزونو بیعې زياتې شوې خو دا مرستې نه دي زیاتې شوې چې په دې کډوالۍ کې د دوی ضرورتونه نه پوره ‏کوي.‏

هغه وویل، "هغه وخت دا مرستې څه د کار وې اوس ګراني سیوا شوې د څيزونو بیعې په څو ګنا زیاتې شوي دي مونږ بیا بیا غوښتنه کوو چې په دې ‏کډوالۍ کې دا مرستې د دوی ضرورتونه نه پوره کوي او که حکومت سره د مرستو د پاره پېسې نه وي مونږ دې بیرته خپلې علاقې ته واپس کړي هلته زمونږ ‏پټي دي، د کرومایټ غرونه دي او د ځڼغوزو ځنګلونه لرو هلته بیا مرستو ته اړتیا نشته خو حکومت زمونږ د واپسۍ غوښتنه هم نه مني".‏

د پي ډي ایم ای مشرې صوبیه حسام طورو وويل د شمالي وزیرستان د ترهګرۍ څخه متاثرينو کورنیو چې کومې مرستې ورکړل کیږي دا د نشت برابر دي ‏خو بیا هم هر ې کورنۍ ته د میاشت 20000 روپۍ د خرڅ خوراک دپاره ورکړل کیږي چې په کډوالۍ کې د هغوي مالي مشکلات راټیټ کړي.‏

یو بل کډوال محمد نور وویل تر اوسه د تیرو درې میاشتو پوره مرستې نه دي ورکړل شوي، هغه وویل دوی د تیرو میاشتو سامان په پور راوړی او دا د ‏مرستو پېسې به پور کې ورکوي.‏

د محمود نور په وینا ماشومان یې تر اوسه د اختر جامې او بیزار نه لري. ‏وایي د کډوالۍ په وخت حکومت دا امدادي مرستې منلې خو تر اوسه دوی ته په وخت نه ورکړل کیږي او د ځنډ نه کار اخلي:

" اوس چې دا مرستې ‏جاري کړې دا خو مونږ په پور سامانونه راوړي هغې کې به لاړې شي خو تر اوسه زمونږ د دو نورو میاشتو مرستې لا پاتې دي دغلته اختر راغې خلک تیارۍ ‏کوي زمونږ ماشومانو نه بیزار او نه د اختر جامې شته او که چرته د نورو پاتې میاشتو پېسې جاري کړي چې د اختر تیارۍ پرې وکړو".‏

صوبیه حسام طورو وايي د کډوالو مالي مشکلات ټیټولو د پاره به د اختر نه وړاندې دوی ته بل قسط د مرستو جاري کړي چې دغه کډوال هم د نورو خلکو ‏په څېر د خوشحالۍ اختر تیر کړي.‏

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال ‏‎2014‎م کې ضرب عضب نومي پوځي عملیات کړي چې له تر اوسه بې کوره شوي خلک بیرته په پشپړه توګه ‏نه دي ستانه کړي.‏

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG