لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس ـ کرائميه يو ازاد هېواد تسليم کړو


روس "جمهوري کرائميه " د يو ازاد رياست په توگه تسليموي او ماسکو دغه پرېکړه د کرائميه د اولس خواهشونو ته په کتو کړی ده
روس "جمهوري کرائميه " د يو ازاد رياست په توگه تسليموي او ماسکو دغه پرېکړه د کرائميه د اولس خواهشونو ته په کتو کړی ده
روس د يوکرين نيمه خپل واکه سيمه کرائميه د يو ازاد هېواد په توگه تسليم کړی ، او روسي صدر ولادې مير پيوټن په دغې حکمنامه دستخط کړی دی ، څيړونکي وايي د کرائميه ـ روس سره د يوځايې کېدو پله دا لمړی قدم دی .
په داسې حال کې چې امريکا ، يورپي يونين او نيټو د کرائميه د ريفرنډم مخالفت کړی او غېرقانوني يې گرځولی ، او امريکا د روس په ۱۱ چارواکو پابندۍ لگولي دي .
د دې هرڅه باوجود د روسي حکومت لخوا د کرائميه د ازادۍ د تسليمولو په لړ کې يوه حکمنامه جاري شوې ، چې پرې صدر ولادې ميرپيوټن دستخط کړی ، پکې وئيل شوي دي . روس "جمهوري کرائميه " د يو ازاد رياست په توگه تسليموي او ماسکو دغه پرېکړه د کرائميه د اولس خواهشونو ته په کتو کړی ده .

سرکاري بيان کې وئيل شوي دغه پرېکړه به په فوري توگه عملي وي .
د روس د سرکاري ميډيا ترمخه صدر پيوټن به د کرائميه په مسله د نهې په ورځ د روس د پارليمان دواړو ايوانونو ته گډه وينا کوي او د خپل حکومت دريزبه په ډاگه کوي .
وئيل کيږي چې روسي پارليمان به د کرائميه لخوا روس سره د يو ځايې کېدو د خواست منظورې ورکړي ، ځکه چې د پارليمان ځينې غړي د وړاندې نه د دغې گام ملاتړ کوي .
کرائميه کې د اتوار په ورځ روس سره د يو ځايې کېدو دپاره ريفرنډم شوی ؤ ، او د کرائميه چارواکو وئيلي وو چې ۹۷ فيصده رائې د کرائميه د روس سره د الحاق په حق کې ورکړی شوی وه .
ولې امريکا ، يورپي يونين او نېټو د کرائميه د ريفرنډم مخالفت کړی او دا يې غېرقانوني گرځولی دی . دغه رنگ د يوکرين په سر ښار کئيپ کې موقتي وزيراعظم ارسنی يټسنيوک کرائميه کې شوی ريفرنډم سرکس بللی دی .
په عېن حال کې چې کرائميه کې د شوي ريفرنډم نه وروستو د گل په ورځ د کرائميه پارليمان د يوکرين نه د ازادۍ اعلان کړی او ماسکو ته يې د کرائميه ځان سره د الحاق خواست کړی دی .
سپنې ماڼۍ یا وائټ هاوس د روس په ١١و داسې چارواکو پابندۍ لگولې دي چې یوکرین کې يې د لاس وهنې ، هلته د جمهوري نظام گډوډولو، امن او امان تباه کولو او هیواد کې ناقراري راپارولو الزام لگول شوی دی.
د اقدام ترمخه ، د روسي چارواکو اثاثې منجمد کړی شوي دي . هم دغه رنگ یورپین یونین د روس او یوکرین په ٢١ چارواکو تجارتي او د سفر پابندۍ هم ور تپلې دي .
سپینه ماڼۍ کې د گل په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کې صدر براک اوباما یوکرین سره د مظبوط ملاتړ اعلان وکړو ،
او نوموړي خبرداری وکړو چې که چرې روس حالات نور خراب کړل نو امریکا يي پرضد نورې پابندۍ هم لگولی شي .
په کومو کسانو چې پابندۍ لگول شوي په هغو کې د روسي صدر ولادې ميرپيوټن دوه اعلي صلاح کار ، د يوکرين لری کړی شوی روسي پلوه صدر وکټريونوکووچ او د روس مرستيال وزيراعظم هم شامل دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG