لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا : که  د قامي وسيلو وېش او نه شو نو عدالت ته به ځو


د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير مظفر سید خبردارې ور کړی دی که وفاق د نېشنل فنانس کمېشن( د قامي مالیو کمېشن) کې د قامي وسيلو وېش په دواو اونېو کې و نه کړو نو عدالت ته به ځي-

مظفر سید په مرکز تور اولگؤ چې د اين ایف سي په جاري کولو کې د ځنډ نه کار اخلي چې له عمله ېې په صوبه مالي بوج دی-

وي او ډيوه ته مظفر سید اوویل د 1997 پورې صوبو ته 80 فیصده او مرکز ته 20 فيصده برخه ورکول کیدله خو دا وخت مرکز 42.5 فیصده او صوبې 57.5 اخلي-

مظفر سید اوویل چې د اتلسم ايني تر ميم څخه ورستو اوس د صوبو خپلې زموارۍ سوا شوي دي. هغه غوښتنه اوکړه چې صوبو ته دې سمدستي 80 فيصده برخه ورکول شورو کړی شي-

نن په پښتونخوا هاوس کې د قامي وسيلو د وېش په سر غونډه وشوه- مظفر سید اوویل ټولې صوبې په دې صلاح وې چې وفاق دې این ایف سي نور نه ځنډوي.

ښاغلي سید اوویل مرکز لوظ کړې ؤ چې په قامي وېش کې به د ټولو صوبو برخې د تېر بجټ نه وړاندې ورکړي خو تر اوسه ېې نه ده ورکړې.

د پاکستان د ايئن ارټیکل 160 لاندې بایدهر پينځه کاله کې این ایف سي اوویشل شي-

مظفر سید اوویل وفاق د فاټا د سيمې سره هم ډېر زیاتې کوي او پوره برخه ورته نه ورکوي-

مظفر سید اوویل چې فاټا ته برخه ورکول د وفاق زمواري ده او کله چې فاټا د پښتونخوا سره یو ځای شي نو بیا به د صوبې زمواري شي- هغه تور پورې کړو د فاټا سره د پاکستان د جوړېدلو را په دېخوا وفاق زیاتې کوي.

هغه اووېل د پښتونخوا صوبې په مرکز باندې د بجلۍ د پېداوار د گټې په 18 اربه روپو کې 70 فیصده واجبات دي-

مظفر سید په مرکزي حکومت د نېوکو په وخت دا هم اوویل چې نه خو صوبې ته د هغې بقایاجات ورکوي او نه ېې ورته تر اوسه د چين پاکستان اقتصادي لارې کې کړي لوظونه پوره کړي دي.

مرکزي حکومت تر اوسه د مظفر سید د تورنو ځواب نه دی ویلی خو په تاريخي توگه مرکز تر اوسه د قامي وسيلو د برخو وېش لپاره د بورډ کمېشن فیصلې اکثره ځنډوي او یا ېې عملي کړي نه دي

د ښاغلي سید سره مرکه رحمان بونيري کړې ده-

تفصيل په لانديني ويډیو کې وگورئ

د پښتونخوا صوبې د خزانې وزير مظفر سید سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:13:34 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG