لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

 عاصمه جهانگير : په پاکستان کې واک د حکومت دی که د پوځ؟

د پاکستان د بشري حقونو د څار خپلواکه سازمان ويلي دي دا وخت په پاکستان کې واک د پوځ دی که د حکومت هيڅ درک نه لگي.

په اسلام اباد کې د بشري حقونو د خپلواکه سازمان غړې او د هېواد وتلې قانون دانې عاصمه جهانگير اوويل پاکستان تر هغې بقا نه شي موندلې تر څو جمهوریت د پوځ غلام وي. مېرمن جهانگير اوویل په هېواد کې د ميشت اقليتونو د حقونو او د مذهبي ازادۍ په اړه خبرې کول غواړي خو د چا سره وکړي نه ده معلومه:

" دا پته نه لگي دا وخت نظام د چا په لاسو کې، د چا نه غوښتنه وکړو"

د پاکستان د بشري حقونو سازمان غړو خبري غونډې ته اوویل چې د هېواد په حکومت د پوځ زياتيدونکې اثر کمول ، حقيقي جمهوري نظام په ځای کول، د مذهبي ازادۍ او مذهبي اقليتونو حقونو ته دور پيښو گواښونو د مخنيوي په غرض حقوق ميثاق جوړوي.

د حقوق ميثاق د جوړلو د اعلان په وخت عاصمه جهانگير اوویل اوس په ډاگه ده چې د پاکستان په سياست کې پوځ ورننوتلی دی، هغې اوویل:

"د هېواد په هره اداره کې پوځ او يا د هغويي خلک ناست دي او په اصل کې واکدار پوځ دې"

هغې غوښتنه وکړه چې تېره مياشت د اسلام اباد او پنډۍ ښارونو په درشل د مذهبي تنظيم تحريک لبيک احتجاجي پرلت په شا د پټو لاسونو او مقصدونو پلټنې دې وشي.

د بشري حقونو د سازمان د خېبرپښتونخوا د څانگې مشر دوست محمد خان اوويل چې د حقوق ميثاق مقصد په ټولنه کې بيداري خورول او په هغه سياستمدارانو د اولس لخوا فشار سوا کول دي څوک چې د مصلحت ښکار شوي دي،

See all News Updates of the Day

زاهد خان: سوات کې دې امن او د سېلګرۍ سیمو ته دې اسانتياوې برابر کړل شي

سوات ګبين جبه
سوات ګبين جبه

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې د هوټلونو اتحاديه وايي، د پښتونخوا د سېلګرۍ حکومتي محکمې چې د وړوکي اختر په موقع سوات او ‏نورو سيمو ته د سېلګرو تلو کومې شمېرې ښودلي هغه ډېرې زياتې دي، د دوی په نظر دومره خلک په ځانګړي ډول سوات او د بره دير ضلعې د سېلګرۍ ‏سيمې کومراټ ته نه دي تللي.‏

د دوی په وینا که چرته په سوات کې تل پاتې امن په ځای شي او د سېلګرې ځایونو ته تر ټولو مهمه د ورتګ لارې يا سړکونه جوړ کړل شي، د سيمې ‏سېلګري به ورسره سېوا شي، ځايي خلکو ته به ترې د روزګار موقعې په لاس ورشي.‏

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ محکمې دعوه کړې، د وړوکي اختر په پينځو ورځو کې د پينځه لکه او ‏‎83,000‎‏ نه زيات سېلانیان د صوبې د سېلګرۍ ځايونو ‏ته ورغلي دي. ويل شوي تېر کال دغه شمېره يو لاک او ‏‎25,000‎‏ وه.‏

د خېبرپښتونخوا د ټورزم اتهارټۍ يا سېلګرۍ محکمې ویلي، د اختر په پينځو ورځو کې تر ټولو زيات خواوشا دوه لکه ‏‎37,00‎‏ سېلګري ګلياتو ته، او يو ‏نيم لک سېلګري د سوات مالم جبې ته ورغلي او د بره دیر کمراټ ته خواوشا ‏‎92,000‎‏ سېلانيان تللي دي.‏

په سوات کې د هوټلونو د اتحادیې مشر زاهد خان وايي، سوات ته د بهر څخه دومره سېلګري نه دي ورغلي، زیات ځايي خلک ورغلي خو بيا یې هم شمېره ‏دومره نه ده څومره چې د سېلګرۍ محکمې ياده کړې ده.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د مالم جبې په حواله چې کومې شمېرې ويل شوي، که د ورځې حساب وشي په مالم جبه کې د دومره خلکو او ‏ګاډو ځای کېدو ځای نشته.‏

نوموړي زياته کړه، په سوات کې د سېلګرۍ غټه علاقه کالام دی، په ټول سوات کې ‏‎450‎‏ هوټلې او خواوشا غټې وړې ‏‎700‎‏ رېسټورانټونه دي، يواځې په ‏کالام کې خواوشا ‏‎200‎‏ هوټلې دي.‏

هغه وویل، د اختر په ورځو کې د کالام په هوټلو کې د لس فيصده پورې هوټلو ته سېلګري نه دي ورغلي، د نوموړي په وينا د بحرېن څخه تر کالام پورې ‏خواوشا ‏‎35‎‏ کلوميټره لاره (سړک) ده، کومه چې په ‏‎2010‎‏ کې سېلابونو وړې وه، هغه بيا جوړه کړل شوی، خو نوموړی دعوه کوي د دغه لارې دپاره چې ‏څومره پېسې منظورې کړل شوې وې په هغې کې څلورمه برخه روپۍ پرې هم نه وې لګول شوې خو بيا هم يو څه لاره جوړه کړل شوې وه.‏

د زاهد خان په خېره تېر کال بيا سېلابونه راغله او د سوات سيند په غاړه دغه لاره یې ځای په ځای خواوشا اته کلوميټره بيا يوړه، بيا ځايي خلک او هوټلو ‏والو په خپلو پېسو يو څه کچه لاره جوړه کړه.‏

هغه وويل، سېلګري د سيمې د خلکو د روزګار سرچينه ده، حکومت ترې ټېکس ترلاسه کول غواړي، که چرته د سوات سېلګري بحال شي نو په کروړونو ‏روپۍ ګټه ترې ترلاسه کېدی شي.‏

زاهد خان زیاته کړه، پکار ده بهرني سېلګري راوستل شي، خو د پاکستان ويزې ګراني دي، خلکو ته په اسانه ويزې نه ورکول کيږي، سوات ته بهرني ‏سېلګري يو فيصد هم نه راځي، باوجود د دې چې د نوموړي په خبره د مري په مقابله کې په کالام کې هوټلې ‏‎70‎‏ فيصده ارزانې دي.‏

هغه وویل که په سوات کې امن په ځای شي ځکه دلته چې د ناامنۍ يوه پېښه وشي خلک وويريږي، بيا څوک نه راځي. بايد لارې جوړې کړل شي، هوټلونو ‏ته د ټېکسونو په برخه کې اسانتیاوې ورکړل شي، دغلته دا وخت د ‏‎20,000‎‏ پورې خلک په روزګار دي خو دغلته د دوی سره د ‏‎60,000‎‏ پورې خلکو ته د ‏روزګار زمينه برابرېدی شي.‏

په بره ديرضلع کې ځايي خبريال سيد زاهد جان هم وايي، هغه نه ګڼي چې د دير د سېلګرۍ سیمې کمراټ ته به دومره خلک ورغلی وي، څومره دعوه چې ‏شوې ده.‏

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د اختر په دويمه ورځ باران شورو شوی وو، نو خلک په باران کې زيات سېل له د تلو څخه ډډه کوي، بله دا چې د ‏کمراټ لاره هم هغه شان نه ده جوړه څنګه چې پکار ده.‏
د نوموړي په خبره د بره دير د مرکز نه تر کمراټ پورې خواوشا ‏‎95‎‏ کلوميټره لاره ده په دې کې نيمه پخه او نيمه بيا ډېره خرابه ده.‏

هغه وويل، د ځايي خلکو سره یې وخت په وخت خبرې کيږي ځايي خلک د سيمې سېلګرۍ ته د ودې ورکولو دپاره يواځينۍ غوښتنه د لارې جوړولو کوي، ‏په کمراټ کې خلکو په خپله ښې ښې هوټلې جوړې کړي او نوموړی دعوه کوي دغلته د اسلام اباد د مري او خېبرپښتونخوا د ګلياتو څخه څه، چې د سوات ‏د هوټلو نه هم ارزانې کمرې مېلاويږي چې پکې د ‏‎1000‎‏ او ‏‎2000‎‏ روپو پورې د شپې دپاره ښې کمرې هم شته.‏

سيد زاهد جان وویل، که چرته کمراټ ته يواځينۍ د لارې اسانتیا جوړه شي نو که دا وخت په يو موسم کې څلور لکه سېلګري ځي نو دا شمېره به يو په دوه ‏شي، خلکو ته به روزګار ترلاسه شي او حکومت به ترې د ټېکسونو په برخه کې هم ګټه پورته کوي.‏

د پښتونخوا د سېلګرۍ سيمو سوات کالام او بره دير کمراټ ته د لارو جوړولو په اړه د سېلګرۍ د محکمې ویاند محمد سعد وي او اې ډيوه ته ويلي، ‏دغلته اکثره لارې جوړې او که چرته کومې لارې خرابې دي، په هغو کار روان دی جوړيږي.‏

پاکستان کې د ډيزلو او پټرولو بيعې نورې سېوا کړل شوي ‏

پاکستان کې د ډيزلو او پټرولو بیعې نورې سېوا کړل شوي، د نوو قيمتونو ترمخه یو ليټر ډيزل ‏‎8.14‎‏ روپۍ او پټرول ‏‎4.53‎‏ روپۍ ګران کړل شوي دي. له دې ‏وړاندې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه پاکستان کې پټرول ګران کړل شوي، د يو ليټر پټرول قيمت نهه روپۍ ‏‎66‎‏ پېسې سېوا کړل شوی وو.‏

د پاکستان د خزانې وزارت د تيلو د قيمتونو سېوا کولو په اړه اعلاميه خپره کړې او ویلي يې دي، په نړیوال مارکيټ کې د تیلو د بیعو ګرانېدو سره ‏پاکستان کې تيل ګران کړل شوي دي.‏

د تيلو د بيعو ګرانولو سره د يو ليټر پټرولو بيعه ‏‎293.94‎‏ روپو ته او د ډيزلو بیعه ‏‎290.38‎‏ روپو ته رسېدلې ده.‏

د خزانې وزارت ويلي، د د يلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه د تیلو بيعې سېوا کړل شوي او د نن ‏‎16‎م اپرېل څخه به نوي قيمتونه عملي ‏کيږي.‏

د نور کله په څېر د تیلو بيعو سېوا کېدو ته په ټولنيزو رسنیو غبرګون ویل شوی او په حکومت نيوکې شوي دي.‏

د عمرملک په نوم تن په اېکس (پخواني ټویټر) ویلي، ‏‏"د چا چې هر څه مفت دي په هغو هيڅ فرق نه کوي که پټرول څلور روپۍ ګرانيږي او که ‏‎40‎‏ روپۍ، د ولس ټېکس خورئ او ولس ذليله کوئ".‏

د بشرا صدیقي په نوم اېکس هېنډل نه ليکل شوي، ‏‏"يو ځل ولس ووژنئ، هره ورځ یې وژنئ. هره ورځ د بجلۍ، ګېس او پټرولو په قيمتونو کې د اضافې کولو په ځای په يو ځای مونږ ټول په بم ووژنئ. هسې ‏مننه د چا پکار ده، د حکومت که د هغوی د راوستونکو".‏

پاکستان کې هر ‏‎15‎‏ ورځې وروسته د تیلو نوي قيمتونه ټاکل کيږي.‏

له دې په ‏‎16‎م مارچ د پټرولو په بيعه کې هیڅ بدلون نه وو شوی، د يو ليټر پټرولو بيعه ‏‎279.75‎‏ روپۍ په ځای ساتل ‏شوې وه او ډيزل ‏‎1.77‎‏ روپۍ ارزان کړل ‏‏شوي وو.‏

خو له دغې وړاندې د مارچ په لومړۍ نېټه پټرول څلور روپۍ او ‏‎13‎‏ پېسې ګران کړل شوي او د ډیزلو بيعه په ځای ساتل شوې وه.‏

د اقتصاد پوهانو په خبره د تیلو ګرانېدو سره هر ډول توکي ګرانيږي.‏

سوات کې د غیرت په نوم ښځه او سړی وژل شوی

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې يوه ښځه او سړی د غيرت په نوم وژل شوي دي. پوليس پېښه تصدیق کړې، د پېښې مقدمه یې درج کړې او دعوه ‏یې کړې، وژونکي تورن کسان یې نيولي دي.‏

یاده پېښه د سوات د کانجو تاڼې په حدود کې د ګل/ دوشنبې په مازيګر شوې ده.‏

د کانجو تاڼې پوليس محرر عمرعلي وي او اې ډيوه ته وویل، "ښځې او سړي په يو هوټل کې ډوډۍ خوړه، د ښځې مخکيني خاوند او ورور راغلي، په دوی ‏یې ډزې کړي او په ځای یې وژلي دي".‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي ووويل، "ډزې کوونکي کسان نيول شوي، اله قتل يا تماچې ترې ترلاسه کړل شوي او مقدمه پرې درج شوې ده".‏

هغه وویل، د ابتدايي معلوماتو ترمخه، مقتولين او تورن قاتلان د سوات په خواجه اباد پاڼړ او حاجي باباد کې اوسېدل.‏

‏ د سرچینو ترمخه، "دغه ښځه د وړاندې نه واده وه، بچي یې هم وو".‏

عمرعلي د پېښې د مقدمې (اېف آی آر) کاپي وي او اې ډیوه سره شريکه کړې ده.‏

د مقدمې ترمخه، "د وژل شوي هلک ابوزر او وژل شوې ښځې دواړو يو بل سره ناجايزه تعلقات وو، څه موده وژل شوې ښځه د دغه تن سره د کوره وتلې، ‏تورن قاتلان پسې ګرځېدل، نن يې پرې په کانجو ډېرۍ علاقه کې په داسې وخت ډزې کړي چې دوی په يوهوټل کې ډوډۍ خوړله".‏

پوليس وايي، "دا د غېرت په نوم وژنه ده".‏

پاکستان کې وخت په وخت د غيرت په نوم وژنو پېښې کيږي.‏

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ د روان کال جنورۍ په میاشت کې ويلي وو، پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په ‏نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.‏

د سازمان ترمخه، پاکستان کې غربت، ګرانۍ او بې روزګارۍ د لکونو خلکو د روغتیا، خوراک او د ژوند د مناسب معیار حق اغېزمن کړی دی.‏

د بشري حقونو د خپلواکه تنظيم ايچ آر سي پي هم ويلي، په پاکستان کې هر کال د ‏‎1000‎‏ نه زياتې ښځې د غيرت په نوم وژل کیږي او د نړیوال اقتصادي ‏فورم د کال 2023م د ګلوبل جېنډر ګېپ یا صنفي برابرۍ کې د فاصلې، شمېرې ښیي چې پاکستان د صنفي برابرۍ په لحاظ د 146 هيوادونو په فهرست کې ‏په 142م نمبر ولاړ دی.‏

د سعودي بهرنیو چارو وزیر نن او د ایران صدر راتلونکې اونۍ پاکستان ته رسېږي

واشنګټن - په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او د اسرایل-ایران ترمنځ تازه شخړې پر وخت د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فېصل بن فرحان بن عبدالله نن او د ایران صدر ابراهیم رییسي د اپریل په ۲۲مه اسلام اباد ته رسېږي.

د پاکستان حکومتي رېډیو خبر ورکړی چې د سعودي وزیر به نن اسلام اباد ته سفر کوي.

پاکستان ته د ایراني ولسمشر سفر:

په پاکستان کې د انګرېزي ژبې ورځپاڼې دې نیوز د خارجه چارو د وزارت او په اسلام اباد کې د ایران د سفارت له خولې لیکلي چې د ایران صدر ابراهیم رییسي به هم اسلام اباد ته په راتلونکې اونۍ کې دوه ورځنی سفر کوي.

ورځپاڼې د هغه د سفر نېټه د اپرېل ۲۲مه ښودلې ده.

دا به د ایران او اسرایلو ترمنځ له تازه لانجې وروسته بهر ته د ایراني ولسمشر لومړنی سفر وي.

ایران د شنبې یا خالي په ورځ په اسرایلو باندې د ډرون بریدونه وکړل.

دغه ډول ابراهیم ریسي به په پاکستان کې د وزیر اعظم په توګه د شهباز شریف له ټاکل کېدو وروسته د بهرني هېواد لومړی مشر وي چې له پاکستان څخه لیدنه کوي.

د ایران سفارت دې نیوز ورځپاڼې ته د اتوار یا یکشنبې په ماښام ویلي، چې دغه ټاکل شوی سفر به په رسمي توګه د اسلام اباد او تهران لخوا اعلان شي خو له اسلام اباد څخه د ولسمشر ابراهیم ریسي لیدنه حتمي ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه لیدنه تایید کړې ده.

ډان ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان ته د ایراني ولسمشر دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رغولو لپاره ترسره کېږي کومې چې په جنورۍ کې په یو او بل باندې د توغندیو له ویشتلو سره خرابې شوې وي.

سرچینې وايي، د ولسمشر ریسي د سفر په اجندا کې دوه اړخیزې اړیکې، امنیتي همکارۍ، د ګازو نل لیکه او ممکن د ازادې سوداګرۍ تړون شامل وي.

دغه ډول خبر زیاتوي، چې دواړه خواوې به د ایراني ولسمشر په دې لیدنه کې د افغانستان او فلسطین د حالاتو په ګډون په سیمیزو او نړیوالو مسلو باندې خبرې وکړي.

پاکستان ته د سعودي عرب د بهرنیو چارو د وزیر سفر:

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير شهزاده فېصل بن فرحان په پلاوي ‏کې به ورسره د سعودي عرب د اوبو او کرکيلې، د صنعوتونو او معدنياتو وزيران، د پانګونو مرستيال وزير، د سعودي د ځانګړې کمېټۍ مشر او د ‏توانايۍ د وزارت لوړ پوړي چارواکي مل وي.‏

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر

ويل شوي، دغه سفر د وزيراعظم شهباز شریف د سعودي عرب د وروستي سفر چې پکې یې د وليعهد او سعودي عرب د وزيراعظم شهزاد محمد بن سلمان ‏سره ليدلي، او په دوه اړخيزه اقتصادي مرستو سېوا کولو یې ورسره خبرې شوې وې، د هغې سفر او خبرو کړۍ ده.‏

د بهرنيو چارو وزارت تمه څرګنده کړې، د سعودي عرب پلاوی به د صدر، وزيراعظم، بهرنيو چارو او نورو وزارتونو په ګډون د پوځي مشر او ځانګړو ‏پانګونو د سهولت کارۍ کونسل سره هم وويني.‏
ويل شوي، د دې سفر هدف دوه اړخيزه مرستو سېوا کولو او خپلمنځي ګټوره اقتصادي شراکت داري متحرک کول دي.‏

ناقدين وايي، په وروستيو کلونو کې پاکستان کې په دولتي کچه د سعودي عرب د پانګونو دعوې کړې خو نتيجې یې مخې ته نه دي راغلي.‏ د سعودي عرب لوړ پوړی پلاوی په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې ايران د اتوار په ورځ په اسرايل د ډرون او ميزايلو برید کړی دی.‏

څيړونکي وايي، په مينځني ختيځ کې سېوا کېدونکی کړکېچ به د سعودي عرب او پاکستان د خبرو مهمه موضوع وي. ايران د پاکستان سره ‏‎900‎‏ کلوميټره ‏پوله لري.‏

اسرایل ویلي، ايران د اتوار په ورځ په اسرايل ‏‎320‎‏ ډرون او ميزايلې داغلي، خو د امریکې او نورو هیوادونو په ملاتړ یې ‏‎99‎‏ فيصده راغورځولي دي.‏

د نړۍ اووه شته منو هيوادونو جي-‏‎7‎‏ هيوادونو ويلي، "ايران په سيمه کې د بې ثباتۍ او قابو نه بهر شخړې د خطرې دپاره بل ګام پورته کړی دی، بايد د دې ‏نه ډډه وشي".‏ د اسرايل د دفاعي ځواکونو وياند لفټننټ کرنل پيټر لرنر سي اېن اېن ته ویلي، "ايران په بريد کې ناکامه شوی دی".‏

لرنر ويلي، تهران پوځي اډه په نخښه کړې د کوم په اړه چې ايران وايي، دغه اډه د اپرېل په لومړۍ نېټه د شام په پلازمينه دمشق کې د ايران په سفارتخانه د ‏بريد دپاره کارېدلې او دوه ايراني جرنېلان پکې وژل شوي وو.‏
هغه زیاته کړې، د شپې په هوايي بريد کې کوم تاوان نه دی اوښتی.‏

او د امریکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کربي سي اېن اېن ته ويلي، زیاتره ميزايلې او ډرون د ايران څخه داغل شوي دي، او ايران چې څه کړي ‏دي دا یې د نړيوالو فضايي حدودو سرغړونه کړې ده.‏
په اسرايل داغل شوو ميزايلو کې ځينې په اسرايل کې غورځېدلي خو زيات یې د رسېدو نه وړاندې په هوا کې ويشتل شوي او غورځول شوي وو.‏

چارواکو ويلي، په اسرايل کې يواځې يوه عرب اسرايلي جينۍ په ټکړو د لګېدو څخه ژوبله شوې ده.‏
کربي د ايران لخوا داغل شوو ډرون او ميزايلو راغورځول پوځي کاميابي بللې او زياته کړې یې ده په اسرايل یې ډېر کم تاوان اړولی دی.‏

ايران د اتوار په ورځ اسرايل او امریکې ته خبرداری ورکړی که د اسرايل د خاورې نه ځوابي کارروايي وشوه د ایران ځواب به هم ډېر غټ وي. ايران ويلي، په اسرايل یې حمله ختمه کړې خو لرنر ويلي، "ضروري نه ده چې مونږ د دوی خبره ومنو". ‏

جان کربي ویلي، امريکې د ايران په ډرون او میزايلو غورځولو کې د اسرايل مرسته کړې خو ورسره یې ويلي، په ايران حمله کې به برخه هم نه اخلي.‏

د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د ایران حملې ته د جواب ويلو دپاره د خپلې جنګي کابينې غونډه بللې او په ټولنيزو رسنیو یې ویلي، "مونږ حمله ‏ودرولې، مونږ په شا تمبولې او مونږ به په شريکه ګټه کوو".‏

رپورټ: په اسرايلو د ايران د حملې له امله د ايشيا د ونډو بازارونه غورځېدلي

رویټرز خبري ادارې ويلي، په منځني ختیځ کې د ایران او اسرایلو ترمنځه د تاوتریخوالي له امله د ونډو ایشیایي بازارونه هم غورځېدلي او د سرو زرو په بیې هم زیاتې شوې دي.

اقتصادی پوهان وایي، که جګړه جوړيږي او اوږديري نو له دې سره به د تېلو سپلايي هم اغېزمنه شي او د پاکستان اقتصاد ته به هم ‏زيان ورسي او ګرانۍ به ورسره زیاته شي.

د رويټرز د خبر ترمخه، په اسرایل د ایران له برید وروسته په ایشیایی ونډو بازار کې ويره خپره شوې او مارکيټونه په ښکته راغلي دي.‏

د رپورټ ترمخه د جاپان د ونډو بازار يو فیصد، د اسټریلیا د ونډو بازار 0.05 فیصده، هانګ کانګ سټاک مارکيټ 0.63، سویلي کوریا، هند، سنګاپور ‏او بنګله دېش ونډو بازارونه هم یو فیصد غورځېدلي دي.‏

اقتصادی پوهان وایی د دې زیات اثر د منځني ختیځ په هیوادونو شوی دی. ‏

د ونډو بازار اقتصاد پوه شهريار بټ وايي، "ایشیایي مارکېټونه زيات غورځېدلي دي، په خصوصي توګه سعودی عرب، متحده عرب امارات او د یمن ‏سټاک مارکيټونه کرېش شوي يا غورځېدلي دي، نن سهار چی کله کاروبارونه روان شو، د هانګ کانګ مارکيټ کې 900 درجې کمی لیدل شوی، جاپان ‏چې تر ټولو پياوړی مارکيټ دی نزدې 300 درجې ټيټ شوی وو، په مجموعي توګه منفي تاثر ليدل کيږي او سوداګر هڅې کوي چې خپل شېرز خرڅ کړي".‏

د رویټرز ترمخه، د جنګ د اثراتو له وجې د سرو زرو بیعې هم زیاتې شوي او د یو اونس بيعه 2400 ډالره ته رسېدلی، هم دغه رنګه په نړیوال مارکيټ کې ‏برینټ کروډ ايیل 90 ډالر 68 سینټ يو بېرل ته رسيدلي، ډبلیو ټي آی بيعه د 1.1 فیصدي اضافې وروسته 85 ډالره او 98 سینټه يو بېرل اضافه شوې ده.‏

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان هم د ضرورت زیاته برخه د بهر هيوادونو څخه درآمد کوي او د دې اثر به د پاکستان په اقتصاد او ګرانۍ پرېووځي.‏

اقتصاد پوه سجاد احمد وايي، "چونکې د پاکستان غیر ملکي زرمبادله ذخیره کمه ده او د تېلو د زیاتو قیمتونو له وجې د پاکستان نه غیر ملکې زرمبادله ‏بهر ته ځي بله دا چې په ګرانۍ کې د تیلو زیاتو قیمتونه زیات اثر لري نو د منځني ختیځ د تناو له وجې د پاکستان معیشت هم متاثره کېدی شي".‏

د اقتصاد پوهانو په خبره، د ایران او نورو تیل پیداکوونکو هیوادونو د تیلو جهازونه د خلیج فارس نه تیریږی نو دې سره د خام تیلو په ترسیل اغېزې ‏امکان لري.‏

د پوهانو په وینا د پاکستان او ايران تر منځه د ګېس پایپ لاین د لګولو کار د وړاندې نه د ځنډ ښکار دی او دا معاهده سرته رسېدل ناممکنه ښکاري او که ‏دا جنګ اوږد شي نو د پاکستان معیشت ته به په خپلو پښو ودرېدل ګران شي.‏

شهریار بټ وايي، "د پاکستان معیشت د اوکراین او روس د جنګ له وجې نقصان بیا موندلی او په نړیواله کچه د دې جنګ اثر به په تیلو او خوراکي توکيو ‏پرېووځي او چې څومره زر کېدی شي دا جنګ ختم شی نو د پاکستان پشمول د نړۍ د نورو هيوادونو دپاره به دا بهتره وي".‏

په نړيواله منډۍ کې د تیلو د قیمتونو د زیاتوالي له امله پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی، سبا د اپرېل د 16 نیټې څخه سبا له پاکستان د پټرولو په بیعو ‏کې 2.5 روپۍ او ډیزلو قیمتونو کې 8 روپۍ لیټر اضافه وکړل شي.‏

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG